نیو زېلنډ سوېلي افریقا ته په ماتې ور کولو درې هېوادني جام کې پایلوبې ته ووت

د نیو زېلنډ لوبډلې له پاکستان او سوېلي افریقا سره په درې هېوادنیو سیالیو کې نن د سوېلي افریقا لوبه د شپږو ویکټو په توپیر ماته کړه. دا پنځوس اوره لوبې د پاکستان په کوربتوب روانې دي او تر دې مخکې نیو زېلنډ کوربه لوبډله ماته کړې ده.

سوېلي افریبقا نن په لاهور کې د نیو زېلنډ لوبډلې ته ۳۰۴ منډې هدف وټاکه.

په مقابل کې نیو زېلنډ په ۴۹ اور کې د څلورو ویکټو په بایللو دا هدف پوره او لوبه یې وګټله.

په دې درې هیوادنیو لوبو کې تر دې مخکې نیو زېلنډ پاکستان ته هم په ۷۸ منډو ماته ور کړې وه.

په هغه سیالۍ کې نیو زېلنډ ۳۳۰ منډې کړې وې، خو په مقابل کې یې د پاکستان لوبډلې ۲۵۲ منډو سره لوبه پای ته ورسوله.

د دې سیالیو درېمه لوبه به د چهار شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۲ مه د پاکستان او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ په ځايي وخت د ماپښين پر دوې بجې په کراچۍ کې وشي.

دغه سیالي دواړو ته مهمه ده او ګټونکی به یې له نیو زېلنډ سره په پای لوبه کې مخ کېږي.

د پاکستان په کوربتو دغه درې اړخيزه یو ورځنۍ سيالۍ د فبروري په ۸ مه پيل او د همدې مياشتي تر ۱۴ مې نېټې به په لاهور او کراچۍ کې روانې وي.

دغه سيالۍ د اتلانو جام (چمپينز ټرافۍ) ته د تیارۍ په موخه تر سره کیږي.