روسیې په افغانستان کې د داعش لاس ته د امریکایي وسلو په لوېدو اندېښنه څرګنده کړه
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/5d94447097d73f07404948520358aadabfd92cc8-992x558.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د داعش خراسان د فعالیت زیاتوالی تصادفي او بې بنسټه نه دی.
هغه ټینګار وکړ، چې نړۍوالې ټولنې په افغانستان کې پاتې شویو امریکایی وسلو ته د داعش په څېر د ترهګرو ډلو د لاسرسي په اړه په کافي اندازه پاملرنه نه ده کړې.
واسیلي نیبنزیا د دوشنبې په ورځ وویل: «له افغانستان څخه د ناټو بېړنۍ وتل د دې لامل شو چې ډېرې وسلې په افغانستان کې پاتې شي او د داعش لاس ته ولوېږي.»
هغه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو زیاتېدو ته په اشارې سره وویل: «موږ د افغانستان وضعیت له پامه نه دی غورځولی.»
د روسیې سفیر په خپلو خبرو کې همداراز ادعا وکړه، چې امریکا او لوېدیځ هېوادونه په نړۍ کې وسلې وېشي او دا وسلې د ترهګرو ډلو لاس ته لوېږي.
نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا د وسلو پاتې کېدل د د داعش د بریدونو له زیاتېدو سره تړاو لري.
روسیه یو له هغه هېوادونو څخه ده، چې د افغانستان د پخواني پوځ څخه پاتې شویو وسلو ته چې امریکا ورسره مرسته کوله، د ملیشه ډلو د لاس رسي په اړه اندېښنه لري.
تر دې وړاندې هندي چارواکو هم د پاکستان له ملاتړه برخمنو یاغیانو په لاس کې د امریکايي وسلو د موندلو خبره کړې وه.
د هند نننۍ ورځپاڼې د اکتوبر په ٢٢مه نېټه خبر ورکړ، چې د جمو او کشمير په اکنور کې په جګړه کې له درېيو وسله والو څخه د اېم-۴ وسلو کشف د هند د امنيتي ځواکونو تر منځ د اندېښنې څپې راپارولې دي.
د هند امنیتي ځواکونه په دې اړه څېړنه کوي، چې په افغانستان کې پاتې شوې امریکايي وسلې څنګه په جمو او کشمیر کې د اورپکو لاس ته ورغلي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د پاتې امریکايي وسلو د بېرته اخیستو هیله څرګنده کړې ده، خو طالبانو ویلي دي، چې دا وسلې «مال» دي او امریکا ته به یې نه ورکوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د دغه هېواد د پاتې وسلو د بېرته اخیستو په اړه د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون ویلي، چې دغه وسلې د پاکستان امنیت ته جدي ګواښ دي.
دغه وزارت وايي، چې دا وسلې د پاکستاني اورپکو لاس ته لوېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د چهارشنبې په ورځ «د ډسمبر ۱۰مه» په یوه بیان کې وویل، په افغانستان کې د پرمختللو امریکايي وسلو موجودیت چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې له دغه هېواده د ځواکونو له وتلو وروسته پاتې دي، د پاکستان او د دې هېواد د اتباعو د امنیت او خوندیتوب لپاره یوه ډېره د اندېښنې وړ موضوع ده.
په ایران او روسیه کې د داعش له څو بریاوو او په اروپا او امریکا کې د داعش د څو دسیسو له کشفولو وروسته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د دغې ډلې د ګواښ په اړه غونډه وکړه.
د شورا غړو په اسیا او افریقا کې د داعش د فعالیتونو د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.