شاهمحمود قریشي او ډاکټر یاسمین راشد د تېرکال په لاریونونو کې پر لاسلرلو تورن شول
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/a1d1ac0b24f300de15f5a29ffe94807c654daf05-640x480.jpg?rect=5,0,631,355&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې په لاهور کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې (اېټيسي) د عمران خان حکومت پرمهال د بهرنیو چارو مخکېني وزیر شاهمحمود قریشي او ډاکټر یاسمین راشد په ګډون د تحریک انصاف ګوند ۲۱ غړي د تېر ۲۰۲۳ کال د مې میاشتې په لاریونونو کې پر لاسلرلو تورن کړي دي.
اېکسپرېس ټربیون د دوشنبې په ورځ (د فېبرورۍ ۱۰مه) په یوه راپور کې زیاته کړې، چې دا تورونه له واکه پرځېدلي او بندي لومړي وزیر عمران خان له نیول کېدو وروسته له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو سره تړاو لري.
په راپور کې همداراز راغلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو پر مخکېني وزیر شاهمحمود قریشي او ډاکټر یاسمین راشد په لګېدلو تورونو کې یو هم په «کالما» څلورلار کې د یوه کانټینر سوځول شامل دی.
قریشي ته دا پرېکړه د لاهور د ترهګرۍ ضد محکمې یوه قاضي، ارشد جاوېد له خوا په کوټ لخبت زندان کې اورول شوې، خو نوموړي رد کړې ده.
د اېکسپرېس ټربیون په راپور کې راغلي، چې محکمې دا پرېکړه د فېبرورۍ تر ۱۷مې پورې ځنډولې او د دغو تورونو د اړوندو شاهدانو د احضار غوښتنه یې کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان مخکېنی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بيبي هم د تېر ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۷مه د دغه هېواد په راولپنډۍ کې د یوې محکمې له خوا له اصلي بیو په کم ارزښت د دولتي سوغاتونو رانیولو په تور په ۱۴-۱۴ کاله بند سزا او د ۷۸۷ مېلیونه پاکستانۍ کلدارو په ورکولو محکوم شوي وو.