کریم اغا خان د مصر په اسوان کې خاورو ته وسپارل شو
د اسماعیلي ټولنې روحاني مشر شهزاده کریم اغا خان د مصر په اسوان ښار کې خاورو ته وسپارل شو. په دغو مراسمو کې د هغه مشر زوی او د اسماعېلي مذهبه مسلمانانو ۵۰م میراثي امام او معنوي مشر رحیمالحسیني او د هغه د کورنۍ نورو غړو هم ګډون کړی و.
د شهزاده کریم اغا خان د جنازې وروستي مراسم پرون د پرتګال په لیزبُن ښار کې ترسره شول.
شهزاده کریم اغا خان (د فبرورۍ په ۴مه نېټه) د ۸۸ کلونو په عمر د پرتګال په پلازمېنه لیزبُن کې ومړ.
شهزاده کریم اغا خان په ۱۹۳۶ کال کې زېږېدلی و.
شهزاده کریم اغا خان د اسماعیلیه ټولنې ۴۹م امام او د اغاخان شبکې بنسټ اېښودونکی او مشر و.
شهزاده کریم اغا خان په ۱۹۵۷ کال کې د ۲۰ کالونو په عمر د امامت دنده په غاړه اخیستې وه.
د کریم اغاخان تر مړینې وروسته ۵۳ کلن شهزاده رحیمالحسیني د خپل پلار څلورم شهزاده کریم اغاخان د وصیت له مخې، د اسماعېلي مذهبه مسلمانانو د ۵۰م میراثي امام او معنوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.