طالبان وايي په پکتیا کې یې په تېرو ۷ میاشتو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۶۱۲ تنه نیولي
په پکتیا کې د طالبانو امنیتي مسوولان وايي، په دغه ولایت کې یې په تېرو ۷ میاشتو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۶۱۲ تنه نیولي دي. دوی زیاتوي په یاده موده کې یې په پکیتا کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ٢٩٠ قضيې ثبت کړي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس نن دوشنبې «د سلواغې ۲۲مه» د پکتیا د امنیه قومندانۍ ویاند منیب ځدراڼ په حواله لیکلي چې د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ځواکونو د مرکز ګردېز او ولسوالیو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۲۹۰ قضیې ثبت کړي او په تړاو یې ۶۱۲ کسان هم نیولي.
د پکتیا لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند ویلي چې په دغو قضیو کې ٢٢ د قتل، ٣٣ د مجروحیت، ٧٥ د غلا، ٣ د اختطاف، ٦ د ځانوژنې او پاتې د اخلاقي فساد، انساني قاچاق، د تښتوونې او نورې بېلابېلې قضیې شاملې دي.
هغه زیاتوي چې د بېلابېلو کشفي راپورونو په اساس یې ٩٠ میله غټې او وړې وسلې هم نیولې دي.
په نیول شو وسلو کې کې ٢۰ میله کلاشینکوفونه، یو میل ام شپاړس ټوپک، یو میل ام چلنو پیکا، یو نارنجک، ٢ میله انګریزي ټوپک، یو میل راکټ، یو میل ام فور، ٧ میله تومانچې، ٢٢ د کلاشینکوف شاجورونه، ٤ د شپې دوربینونه او ګڼو نورو غټو او وړو وسلې نیولي دي.
د طالبانو د پکتیا امنیه قومندانۍ ویاند همدراز وايي په تېرو ۷ میاشتو موده کې یې ٥ زره نشه یي ګولۍ، ۲ زره ٥٩٢ کیلو ګرامه شیشه، ١٤٠ زره کیلو ګرامه خام او پاخه چرس نیول شوي دي.
دوی ادعا کړې چې په دغه ولایت کې یې ٢٣ زره ٩٤٥ جریبه ځمکه د نشه یي توکو له کښت څخه پاکه کړې ده.
طالبان وایي چې په پکتیا کې د امنیتي وضعیت د لا ښه والې په موخه نورو ارګانونو سره په ګډې همغږۍ د یاد وخت په جریان کې د ١١٠٠ ملکي او نظامي موټرو تورې ښیښې پاکې (سپینې) کړې دي.
د طالبانو د بیا ځلي راتګ سره دغې ډلې ټینکار کړی، چې په ټول هېواد کې امنیت ښه دی او دوی وضعیت په سمه توګه کنټرول کړی دی خو د پلازمینې په کډون په زیاتره ولایتونو څخه د جنايي او امنیتي پېښو له شتون څخه اندېښنې موجودې دي.