چین د قزاقستان او ازبکستان له لارې افغانستان ته د باروړونکي اورګاډي نوې لاره پرانیزي

یو باري اورګاډی، چې پر مخابراتي تجهیزاتو او نورو محصولاتو بار دی، نن د چین له چونګ چینګ ښار وخوځېد او تمه ده له ۱۲ تر ۱۵ ورځو افغانستان ته ورسیږي. دا د باري اورګاډي یوه نوې مستقیمه کرښه ده، چې د چین له چونګ چینګ نه د قزاقستان، ازبکستان او نورو هیوادونو له لارې افغانستان ته رسیږي.

په اورګاډي کې بار مخابراتي تجهیزات به، چې د چینايي مخابراتي شرکت (ZTE) تولیدات دي، د افغانستان د مخابراتي شبکو د پراختیا لپاره وکارول شي.

د یاد شرکت یوه کارکوونکي لیو جیانفینګ ژینهوا ته وویل، « د مستقیم باروړونکي اورګاډي له لارې د انتقال موده د مخکینۍ ترانسپورټي لارې په پرتله درې تر پنځو ورځو کمه شوې او تمه ده چې د لوژستیک لګښتونه ۱۵ تر ۲۰ سلنه راکم شي».

د یوژین او (Yuxin'ou) لوژستیکي شرکت اجرایوي رییس شو رونکیو وايي، « له چونګ چینګ څخه افغانستان ته د مستقیم باروړونکي اورګاډي بریالۍ لاره د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره زموږ د اقتصادي او تجارتي همکاریو د ژورتیا لپاره یو بل مهم ګام دی».

په وروستیو کلونو کې چونګ چینګ هڅه کړې چې ځان د یوه مهم سوداګریز داخلي مرکز په توګه مطرح کړي.

په دې مرکزي سیمه کې د چین-اروپا باروړونکو اورګاډو او منځنۍ اسیا ته د غځېدلو لارو شمیر ډېر شوی او د لیږدېدونکو توکو حجم هم لوړ شوی.

تر اوسه له ۱۸ زرو ډېر اورګاډي، چې له ۵۰ زیاتو منظمو لارو تېرېږي، د چونګ چینګ له لارې له اروپا او منځنۍ اسیا سره نښلول شوي او له سلو زیاتو مهمو ښارونو او سیمو ته رسیدلي دي.

د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې د چین-اروپا باروړونکي اورګاډي (Yuxin'ou) خدمات له چونګ چینګ څخه د جرمني ډویسبورګ ته پیل شول، چې د چین او اروپا ترمنځ یې یو مستقیم ځمکنی سوداګریز دهلیز رامنځته کړی.