شهباز شریف د دولتونو نړۍواله غونډه کې د ګډون په موخه عربي متحده اماراتو ته ځي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/3f756831f851af2c3bd5c07395d2deff1ba8eac5-640x427.jpg?rect=0,34,640,360&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د یوه پلاوي په مشرۍ د دولتونو نړۍواله غونډه کې د ګډون په موخه نن عربي متحده اماراتو ته ځي.
له نوموړي سره په دې دوه ورځیني سفر کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او د کابیني نور کلیدي غړي مل دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ښاغلي شریف ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه د متحده عربي اماراتو مشر محمد بن زاید ال نهیان ورکړې ده.
د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې راهیسې متحده عربي اماراتو ته دا د شریف دویم سفر دی.
ټاکل شوې، چې نوموړی د دولتونو په دې نړۍواله غونډه کې وینا هم وکړي او د اقتصادي پراختیا، ډیجیټلي بدلون او حکومتي اصلاحاتو اړوند د دې هېواد نظریات شریک کړي.
د دولتونو یاد نړۍواله اجلاس به د نړۍ د هېوادونو د مشرانو، نړۍوالو سیاستوالو او د خصوصي سکتور د پېژندل شويو شخصیتونو کوربه وي، چې د حکومتولۍ او نړۍوالو همکاریو د راتلونکي په اړه بحث وکړي.
شهباز شریف به همدارنګه د عربي متحده اماراتو او د ګډون کوونکو هېوادونو له مشرانو سره دوه اړخېزې لیدنې هم ولري او د څو مليتي شرکتونو له لوړپوړو مدیرانو سره به هم تبادله نظر وکړي.