‏د طالبانو امر بالمعروف وزارت په تخار او فاریاب ولایتونو کې څلور «نعت ویونکي» نیولي دي

‏د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت خبر ورکړی، چې په تخار او فاریاب ولایتونو کې یې د موسیقۍ په سبک څلور «نعت ویونکي» نیولي دي.

دغه وزارت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د موسیقۍ په سبک د «نعت» ویل حرام دي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې دغو کسانو ته څو ځلې سپارښتنه هم شوې وه چې له دغې کړنې ډډه وکړي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې په افغانستان کې موسیقي بنده کړې او هغه یې «حرامه» ګڼلې ده.
سربېره پر دې دغه وزارت څو ځلې په بېلابېلو ولایتونو کې د مسیقۍ ځینې الې هم ویجاړې کړې او سوځولې دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان سندرغاړي او هنرمندان د دغې ډلې له وېرې نورو هېوادوونو ته کډوال شوي دي، چې ګڼ محلي سندرغاړي یې لاهم په پاکستان کې لویدیځو هېوادونو ته د تګ په تمه دي.
تر دې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبيب غفران له هنرمندانو غوښتي و، چې د موسیقۍ پر ځای دې دیني سندرې ووايي.