علي امین ګنډاپور: که موږ د غچ اخیستلو فکر وکړ، نو تاسو به یې ونه زغمئ

د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور یوې غونډې ته د وینا پرمهال د پاکستان حکومت ته ویلي:« که موږ له تاسو د غچ اخیستلو فکر وکړ؛ نو تاسو به یې ونه شئ زغملای.»

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په خیبرپښتونخوا کې د پاکستان د وروستیو ټاکنو د لومړۍ کلیزې په مناسبت د تحریک انصاف ګوند په یوې جوړې شوې غونډه کې کړې دي.

ګنډاپور د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ته په اشارې سره وویل، هغه په بند خونه کې ناست خو بیا يې هم وګټله؛ سره له دې چې تاسو حتی په پارلمان کې د ناستې پر مهال هم بایللې وه.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بیا دغه ورځ د «تورې ورځ» په توګه ولمانځله.

یادې غونډې ته د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر ګوهر علي خان وویل، په ټاکنو کې د بریالي نوماند پرېکړه په توره شپه کې غلا شوې وه.

د هغه په وینا، که قضایه قوه خپلواکه وي؛ نو سیاسي ټیکاو به رامنځته شي او چې سیاسي ټیکاو ټینګ وي، د هېواد اقتصاد به لا مخ پر وړاندې ولاړ شي.

وکیل ګوهر زیاته کړه، شین رنګ د سولې نښه ده او سولې ته په درناوي دا نښه دوی ساتلې ده؛ خو په وینا یې، «موږ مه مجبوروۍ، چې دا ځل سور رنګ خپل کړو.»

د پاکستان تحریک انصاف ګوند ولایتي مشر جنید اکبر بیا غونډې ته په خپله وینا کې وویل:« د ادارو او خلکو ترمنځ لوی واټن رامنځته شوی. موږ نه غواړو، چې له ادارو سره ټکر رامنځته شي. دغه حکومت د خلکو په زړه حکومتولي نه کوي. موږ غواړو، چې ادارې پیاوړې وګورو. زموږ مبارزه به ترهغې دوام ولري، چې د قانون حاکمیت رامنځته شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په ګڼو ولسوالیو کې داسې اعلامیې خپرې شوې وې چې له مخې یې په کې د پولیسو په ګډون حکومتي چارواکي په غونډو کې له ګډون څخه منع کړای شوي وو.