هندي ځواکونو په چتیس ګړ ایالت کې ۳۱ ماویست یاغیان وژلي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/297e728d87b07dbba0d7098dca0a5095bd11ff87-1920x1277.jpg?rect=0,99,1920,1080&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د هند د چتیس ګړ ایالت پولیسو رسنیو ته ویلي، چې د یکشنبې په ورځ یې د دغه ایالت په ځنګلونو کې ۳۱ ماویسټ یاغیان وژلي او له یاغیانو سره په جګړه کې دوه امنیتي سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د چتیس ګړ ایالت امنیه قوماندان پټیلینګم سندرراج وايي، سلګونه پولیس او نیمه پوځي سرتیري د چتیسګړ ایالت د اندراوتي سیمې په ځنګلونو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د راټولو شویو یاغیانو خلاف د پلټنې په عملیاتو بوخت وو، چې پر همدغه مهال له ماویسټ یاغیانو سره نښته رامنځته شوې او په پایله کې یې د ماویسټ یاغیانو ۳۱ تنه ووژل شول.
پولیسو ویلي، چې له یاغیانو سره په جګړه کې دوه امنیتي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
سندرراج ویلي، چې په سيمه کې تصفیوي عمليات اوس هم دوام لري او امنیتي ځواکونو د پلټنو پر مهال يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
د پولیسو افسر جتیندرا یادو وايي، د یکشنبې د ورځې نښته سږکال تر ټولو لویه او په چتیسګړ کې له یوې میاشتې په کمه موده کې دویمه لویه نښته ده.
هندي چارواکو ویلي، چې د جنوري په ۲۳مه او ۳۱ نېټه هم د دغه ایالت په ګاري بند او بیجاپور ولسوالیو کې له یاغیانو سره نښتې شوې چې په پایله کې یې ۲۰ یاغیان ووژل شول.
دغه یاغیان د چین د کمونیست پخواني مشر ماوزیډونګ نظریه تعقیبوي او له لسیزو راهیسې د هند حکومت پر وړاندې په ځانګړې توګه په مرکزي او ختیز هند کې بغاوت او چریکي بریدونه کوي.