د امریکا د ملي امنیت سلاکار: طالب چارواکي د ملګرو ملتونو په تړون کې لاسوهنه کوي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/97607e6f7ef5238adf549a5f366d58887556b646-760x442.jpg?rect=0,7,760,428&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز وايي، طالبان د ملګرو ملتونو په قراردادونو کې شامل دي او په دې حالت کې د امریکا خلک نه غواړي چې د دوی پیسې له همدې لارې ووېشل شي.
هغه د یکشنبې په ورځ له اېن بي سي نیوز سره په مرکه کې وویل، طالبان پرېکړه کوي چې څوک به ګټونکي وي او څوک به د دې قراردادونو بایلونکي وي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې له افغانستان سره بشري مرستې ځنډولي دي.
د ټرمپ ټیم او په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو استازو ویلي دي، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې له نړۍوالو مرستو کار اخیستی دی.
د بایډن د ادارې د بهرنیو چارو وزیر اعتراف کړی و، چې طالبانو شاید د امریکا له ټولو ۳ میلیاردو ډالرو څخه ۱۰ میلیونه ډالر په بېلابېلو لارو ترلاسه کړي وي.
والټز تایید کړه، چې افغانستان په تېرو درېیو کلونو کې له درې میلیارد ډالرو ډېرې بشري مرستې ترلاسه کړي او د ملګرو ملتونو پر دې مرستو یې نیوکه وکړه.
هغه وویل، قراردادي شرکتونه د ملګرو ملتونو له خوا د امریکا د مرستو په وېش کې مهم رول لري او طالبان هم د قراردادي شرکتونو په پرېکړو کې اغېزمن رول لوبوي.
د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار ویلي: "فکر نه کوم چې د امریکا خلک به د ملګرو ملتونو د یو لړ قراردادیانو له لارې طالبانو ته د درې میلیارد ډالرو څخه د زیاتې مرستې ملاتړ وکړي. هغه قراردادیان چې یوازې طالبانو ته اجازه ورکوي، چې پرېکړه وکړي چې چا ته انعام ورکول کېږي او څوک مجازات کېږي.»
والټز ټینګار وکړ، چې دا مسله په ډېرو سندونو او شواهدو سره مستند ده.
هغه اېن بي سي نیوز ته وویل: "موږ ډېر مستند شواهد لرو چې دا تاییدوي." موږ نور نه غواړو چې تحقیقاتو کمېسیونونه جوړ شي. "ولسمشر عملي اقدام غواړي او هغه کټ مټ همداسې کوي."
والټز د امریکا پر نړۍوالې پراختیايي ادارې چې اوس د دغه هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې مدغم شوې، نیوکه وکړه او ویې ویل چې د امریکا له مالي مرستو څخه یې اغېزمنه ګټه نه ده اخیستې او دا مرستې د امریکا په ګټه نه دي.
والټز د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د طالبانو له زندانه د امریکايي بندیانو په ازادولو کې د دغه هېواد د نوي حکومت لاسته راوړنې یادې کړې.
هغه وویل، چې د بایډن اداره په دې برخه کې نه ده بریالۍ شوې.
د ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو یوه ورځ مخکې دوه امریکايي وګړي د طالبانو د یوه زنداني د خوشې کېدو په بدل کې خوشې شول.
راین کاربیټ او ویلیم مک انټي د طالبانو په زندان کې له اوږدې مودې بند پاتې کېدو وروسته بېرته امریکا ته راستانه شول.