المرصاد: د هېواد په شمال ختیځ کې د داعش ډلې د یوې شبکې ټول غړي ژوندي نیول شوي دي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/bfe347a534c467ed6d1ee1c9f187e1175ccc38c8-992x558.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو اړوند المرصاد وېبپاڼې راپور خپور کړی، چې دغې ډلې په شمال ختیځ کې د داعش خراسان ډلې د یوې شبکې ټول غړي ژوندي نیولي دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې دغې ډلې د هېواد په شمال ختیځ کې د بلوچستان څخه د داعش خراسان څانکې په مستقیمې لارښوونې فعالیتونه ترسره کول.
المرصاد د خپلو باوري سرچینو په حواله ليکي، چې په تېرو څو ورځو کې د دغې شبکې پر ضد طالبانو په تخار، کندوز، بغلان او سمنګان ولایتونو کې پراخ عملیات ترسره کړي دي.
په دغه راپور کې څه موده وړاندې په افغانستان کې د یوه چینایي وګړي وژل کېدو ته په اشارې سره لیکل شوي، د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې پر یو چینایي وګړي برید او د بغلان، نهرین ولسوالۍ په یوه جومات کې پر ذکر کوونکو برید د نیول شوې ډلې لهخوا پلان شوی و.
وېبپاڼه زیاتوي، داعش ډله په دغو بریدونو سره غواړي چې په هېواد کې وېره خپره کړي او د افغانستان په شمال کې د ناامنیو په رامنځته کولو سره ګاونډي هېوادونه اندېښمن کړي.
طالبانو تل په پاکستان نیوکې کړې، چې داعش خراسان ډلې ته یې په خپله خاوره کې خوندي پټنځایونه ورکړي؛ خو پاکستاني چارواکو بیا دغه ادعاووې ردې کړې دي.