په فاریاب کې دوه تنه ځوانان د ګازنیونې له امله مړه شوي دي

په فاریاب ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د ګازنیونې له امله دوه تنه مړه شوي دي.

په فاریاب ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالله مرادي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پېښه تېره ورځ د ګرزیوان ولسوالۍ د “تګاب‌ شان” په بازار کې رامنځته شوې ده.
ویل کېږي، چې د احمد خالد او خالد مراد په نوم دوه تنه ځوانان په دغې پېښه کې مړه شوي او د نورالله په نوم بیا یو بل کس مسموم شوی دی.
ښاغلي مرادي ویلي، چې دغه پېښه د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
د ګرزیوان ولسوالۍ ځایي اوسېدونکي وایي، چې دغو درېیو تنو په تګابشان بازار کې یو هوټل چلاوه.
په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو د ګازنیونې پېښو راپورونه هم ډېر لاس په لاس کېږي.
تر دې وړاندې هم د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې یوه ښځه او یوه ځوانه نجلۍ د ګاز نیونې له امله مړې شوې وې.