د ایران سفیر وایي، له افغانستان سره د اوبو ستونزه حل شوې ده

په کابل کې د ایران سفیر وايي، چې د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو د حق مساله د دواړو هېوادونو ترمنځ په وروستیو خبرو کې حل شوې ده.

په کابل کې د ایران سفیر علی رضا بیکدلي له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د ایران او طالبانو ترمنځ د اوبو د حق مساله د ورستیو خبرو پرمهال حل شوې ده.

علي رضا بیکدلي وایي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د وروستي سفر پر مهال طالبانو د تړون په اړه پر ژمنې ټینګار وکړ او اعلان یې وکړ چې دوی به په سیستان او بلوچستان کې د اوبو د ستونزو د حل لپاره د اسلام او ورورګلوۍ له نظره همکاري وکړي.

همدارنګه علي رضا بیکدلي ویلي، چې غواړي د ګاونډیتوب د پالیسۍ پر بنسټ په مختلفو برخو کې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سلواغې پر ۷مه کابل ته سفر وکړ او د یاد سفر پر مهال یې د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو سره لیدل کتل وکړل.

د دغو لیدنو په لړ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له عراقچي سره تر لیدنې وروسته په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې ایرانیان ددوی وروڼه دي او د اوبو په ورکړه کې ورسره بخیلي نه کوي.

خو کابل ته د عراقچي له سفر څخه وړاندې د دغه هېواد ځینو چارواکو، په نیمروز او فراه ولایتونو کې د اوبو د بندونو د جوړیدو په اړه غبرګونونه ښودلي وو.