زابل کې يوه ۲۸ کلن ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/968b3a0d16aeb0c9ba1989604859c05126545437-506x900.jpg?rect=0,195,506,285&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)
له زابل ولایت څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې تېره شپه په کلات ښار کې یوه ځوان ځان زندۍ کړی او ځان وژنه یې کړې ده.
سرچیني وايي، تېره شپه د زابل ولایت کلات ښار اړوند د اومکی شین غورو په کلي کې د عصمت الله دانش په نوم یو ۲۸ کلن ځوان ځان زندۍ کړی او ځان وژنه یې کړي ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره شپه ۱۲ بجې شوې.
د پېښې لامل اقتصادي ستونزې ګڼل کیږي.
په زابل کې د طالبانو امنیه قوماندانې د عصمت الله دانش په نوم د یوه ځوان د ځان وژنې پېښه تاییدوي، خو وايي، نوموړي له کورنۍ سره تر جنجال وروسته ځانه وژنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د هلمند ولایت له نوزاد او مارجې ولسوالۍ څخه هم د دوو کسانو د ځان وژنې په اړه راپورونه ورکړل شوي.