امریکا پر اسراییل د شاوخوا ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې پلوري
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې تېره ورځ خبر ورکړی، چې دوی اسراییل ته د ۷.۴ میلیارد ډالرو په ارزښت د پوځي وسلو پلور تصویب کړی دی.
سره له دې چې د ډیموکراټانو د قانون جوړونکو لهخوا د نورو معلوماتو تر ترلاسه کولو پورې د دغه خرڅلاو د ځنډولو غوښتنه شوې وه؛ خو د متحده ایالاتو دفاع وزارت اعلان کړی، چې د بهرنیو چارو وزارت د اسراییل لپاره د ۶.۷۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو یوه کڅوړه تصویب کړې.
دغه اعلان داسې مهال کېږي، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو واشنګټن ته د ټرمپ ادارې چارواکو او د کانګرس غړو سره د لیدنې لپاره سفر کړی و.
د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې کې دیموکرات استازی ګریګوري مکس دغه پرېکړه غندلې او ویلي یې دي، چې د خرڅلاو په اړه یې خپلې اندېښنې له حکومت سره شریکې کړې؛ خو حکومت د اسنادو یا د توجیه په وړاندې کولو کې پاتې راغلی دی.
مکس په یوه بیان کې ویلي و:« زه د اسراییل د حیاتي پوځي اړتیاوو ملاتړ ته دوام ورکوم، ځکه چې اسراییل د سیمهییزو ګواښونو د پراخې لړۍ سره مخ دی او د حکومت سره د پراخو پوښتنو او اندیښنو په اړه له نږدې مشوره کوم.»
هغه وویل، دغه پرېکړه د حکومت د یوې مسوولې ادارې په توګه د کانګرس لپاره د درناوي نشتوالی ښیي.
مکس وویل:« په متحده ایالاتو کې موږ پاچا نه لرو. موږ په ډیموکراسۍ باور لرو، چې په اساسي قانون کې ریښې لري او د قوانینو له مخې اداره کېږي.»
خو سپینې ماڼۍ لاتراوسه د مکس دغو خبرو او غوښتنې ته ځواب ورنه کړ.