اکانومېسټ: طالبانو پاکستاني جنرالانو ته د لاس "منځنۍ ګوته" ښودلې
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/535468b68dbb9d5cc4275ad1698299799028279c-992x558.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
اکانومېسټ مجلې په یوه راپور کې لیکلي، چې افغان طالبانو د ټي ټي پي د بریدونو د مخنیوي په برخه کې د پاکستان پر پرله پسې غوښتنو سترګې پټې کړې دي. د راپور له مخې، طالبانو تل پاکستاني جنرالانو ته د لاس "منځنۍ ګوته" ورښودلې.
د امریکا د سولې انسټیټیوټ یوه څېړونکي ویلي، چې پاکستان د طالبانو په ملاتړ کې ناسمه محاسبه کړې وه.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر تېره میاشت وویل: "دوی زموږ خبره نه اوري." هغه زیاته کړه: "له طالبانو زموږ غوښتنه ساده ده، موږ یوازې له خپل ورور ګاونډي څخه غواړو چې د پولې له هاخوا پاکستان ته د ترهګرۍ د خپرېدو مخه ونیسي."
له دې سره، طالبانو دغه غوښتنې له پامه غورځولي دي.
د تېر ډسمبر په میاشت کې د تحریک طالبان پاکستان له خوا پر ډېورنډ فرضي کرښې برید کې ۱۶ پاکستاني پوځیان ووژل شول.
د دغه برید په غبرګون کې د پاکستان پوځ په افغانستان کې د دغې ډلې پر پناه ځایونو هوایي بریدونه وکړل.
په ځواب کې طالبانو د پاکستان تحریک طالبان خپل "مېلمانه" وبلل او د غچ اخیستو ژمنه یې وکړه.
د پاکستان له برید سمدستي وروسته طالبانو د دغه هېواد پر سرحدي ځواکونو برید وکړ.
برېتانوي اونيزې اکانومېسټ ليکلي، چې پر دغه کړکېچن متحد د پاکستان غوسه د پوهېدو وړ ده.
د پاکستان د سولې د مطالعاتو د انسټیټیوټ د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په دغه هېواد کې شاوخوا ۵۲۱ ترهګریز بریدونه شوي، چې د تېر کال په پرتله ۷۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
په دغو بریدونو کې لږ تر لږه دوه زره کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د دغه راپور له مخې، د وسله والو تاوتریخوالی چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په پاکستان کې کم شوی وو، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د هر کال په تېرېدو په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال زیات شوی دی.
تحریک طالبان پاکستان د اکثرو دغو حملو مسولیت منلې ده.
پاکستاني چارواکي اټکل کوي، چې د تحریک طالبان پاکستان شاوخوا لس زره جنګیالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډېورنډ فرضي کرښې ته نږدې سیمو کې فعال دي.
دغې ډلې تر ډېره پر پاکستاني امنیتي ځواکونو خپل بریدونه ډېر کړي دي.
د امریکا د سولې انسټیټیوټ انډریو وایلډر دې مجلې ته وايي: "پاکستان په دې اړه غلط فکر کاوه چې طالبان به واک ته له راتلو وروسته د باور وړ متحد وي."
اکانومېسټ زیاته کړې، چې د افغان طالبانو له بېلابېلو ډلو سره د پاکستان غیر مساوي اړیکو هم دغه ستونزه زیاته کړې ده.
د پاکستان پوځ د افغانستان په ختیځ کې د حقاني شبکې ته نږدې دی، خو تحریک طالبان پاکستان د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته وفادار دی.
دا په داسې حال کې ده، چې اخوندزاده او پاکستاني جنرالانو تر منځ اړیکې سړې شوي.
پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره، پاکستان د کډوالو د اېستلو او د ترانزیت د محدودولو په څېر مسایل کارولي دي.
اکانومیسټ لیکي، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له پاکستانه شاوخوا ۸۱۵ زره افغانان شړل شوي دي.
ملګري ملتونه اټکل کوي، چې اوس هم شاوخوا درې میلیونه افغانان په پاکستان کې مېشت دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم د پام وړ کمه شوې ده، خو افغان طالبانو په خپل دریځ کې کوم بدلون نه دی ښودلی او پوهېږي چې د پاکستان فشارونه محدودیتونه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت طالبانو په کابل کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کوربه و.
د طالبانو او تهران ترمنځ سوداګریزې او سیاسي اړیکې زیاتې شوي دي.
دغه راز په دوبۍ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د هند د بهرنیو چارو د مرستیال تر منځ له وروستۍ ناستې وروسته د پاکستان اندېښنې نورې هم زیاتې شوې.