سیدعباس عراقچي د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي سره د فلسطین په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/48bb1be467bbacbb0a1c92893c34654ad88eb220-296x170.jpg?rect=0,2,296,167&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د ایران بهرنیو چارو وزات په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه د دغې وزارت وزیر سید عباس عراقچي د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طحه سره د فلسطین د پرمختګونو او اسراییل – امریکا د ګډ پلان په اړه خبرې کړې دي.
عراقچي په غزه کې د جبري بېځایه کولو پلان غندلی دی او په دې برخه کې یې د اسلامي هېوادونو د همغږۍ او یووالي دریځ غوره کولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي عراقچي د فلسطین د مظلومو خلکو د مشروع او بنسټیزو حقونو لپاره د اسلامي هېوادونو د مسوولیت په یادولو سره زیاته کړې:« له غزې څخه د فلسطینیانو د جبري اېستلو پلان نه یوازې د "نسل وژنې" مترادف یو لوی جرم دی؛ بلکې د سیمې او نړۍ د ثبات او امنیت لپاره خطرناکې پایلې هم لري.»
د هغه په وینا، د اسلامي همکاریو سازمان باید ژر تر ژره د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په حضور کې د یوې غونډې په ترسره کولو د فلسطیني خلکو د مشروع حقونو د دفاع لپاره قاطع او ګټوره پرېکړه وکړي.
د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طحه هم د فلسطیني وګړو پر وړاندې ترسره شوي جنایتونه وغندل او د غزې د خلکو د جبري بې ځایه کول یې په بشپړ ډول د منلو وړ ونه ګڼله.
هغه د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مشورتي غونډې د جوړولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د وړاندیز هرکلی وکړ او ویې ویل، چې په دې برخه کې به د سازمان له غړو هېوادونو سره مشوره وکړي.
دغه اندېښنې وروسته له هغې راپورته کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څو ورځې وړاندې په خپلو خبرو کې وویل چې له دې جګړې ورسته به اسراییل د غزې تړانګه امریکا ته وسپاري.