د امریکا د مرستو ځنډېدو په ټوله نړۍ کې انساني ناورین زیات کړی

د امریکا د مرستو ځنډېدو په افریقا کې د کینیا، په ختیځ کې د میانمار او اسیا کې د بنګله دېش په ګډون په ټوله نړۍ کې انساني ناورین زیات کړی دی.

په غانا او کینیا کې د غوماشو وژونکي په انبارونو کې پاتې دي، ځکه امریکایي چارواکو تراوسه د ملاریا پر ضد د بېړني کمپاین جواز صادر کړی نه دی.
طالبانو هم اعلان کړی، چې د امریکا د مرستو په ځنډېدو سره د کابو پنځو موسسو فعالیتونه بند شوي دي.
په هایټي کې د اېډز په ناروغۍ اخته کسان د هغو درملو د وېشلو لپاره چې ماشومانو ته د دې ناروغۍ د لېږدولو مخنیوی کوي، د امریکا جواز ته په تمه دي.
میانمار چې د قحطۍ له ګواښ سره مخ دی او امریکا یې تر ټولو لویه مرسته رسوونکې بلل کېږي، له خورا ګډوډیو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو کارکوونکو او مرستندویه ډلو رویټرز ته ویلي، چې د ټرمپ له خوا د پراخو بشري مرستو مخنیوی په ټوله نړۍ کې د مهمو حیاتي پروګرامونو د درېدو لامل شوی دی.
مرستندویه ډلې هڅې کوي، چې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د امریکا د دولت معافیت ترلاسه کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه د ۹۰ ورځو لپاره د امریکا له لوري د ټولو بهرنیو مرستو د ارزونې امر وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې بېړنۍ خوراکي مرستې له دې بندیزه مستثنا دي خو بیا هم د ډېرو مرستو لېږد ځنډیدلی.
ډېری سازمانونه له دې امله چې نه پوهېږي، کوم پروګرامونه د معافیت وړ دي خپل فعالیتونه بند کړي دي.
د مرستندویه ادارو اړیکې له امریکایي چارواکو سره پرې شوې دي، ځکه یو شمېر یې اېستل شوي او یو شمېر نور د خبرو اجازه نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه دا هم مشخص نه ده چې ټرمپ د مرستو د ځنډولو د دغه درې میاشتیني وخت له پایته رسېدو وروسته به څه پرېکړه وکړي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سره د نړۍوالې پراختیایي ادارې د یو ځای کولو طرح د دې ښکارندویي کوي، چې ټرمپ په ټوله نړۍ کې د بشردوستانه مرستو د دوام لپاره د میلیاردونو ډالرو ورکړې ته لېوالتیا نه لري.