په سوېلي مکسیکو کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۴۱ کسان مړه شوي دي

د مکسیکو د تاباسکو ایالت ځایي حکومت په یوه بیان کې ویلي، چې د شنبې په سهار په سویلي مکسیکو کې د یوه مساپر وړونکي بس د ټکر له امله ۴۱ کسان مړه شوي دي.

په بیان کې راغلي، چې د پېښې د ټپیانو لپاره د ژغورنې عملیات لا هم روان دی.
ځایي چارواکو ویلي، چې په دغه بس کې ۴۸ کسان سپاره وو.
دغه بس د یوې لارۍ سره ټکر شوی، چې له امله یې ۳۸ مساپر او دوه بس چلوونکي مړه شوي دي.
د دغو چارواکو په وینا، په دغې پېښه کې د لارۍ چلوونکی هم مړ شوی دی.
د رویټرز په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري، چې دغه بس له ټکر وروسته اور اخیستی او په بشپړه توګه سوځېدلی دی.
په ټاباسکو ایالت کې امنیتي سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د پېښې ډېری قربانیان لادرکه دي او د ژغورنې لپاره یې عملیات لاهم روان دي.
د مساپر وړونکي بس ټورز اکوستا شرکت په فیسبوک پاڼه په یوه پوسټ کې د دغې پېښې په تړاو خواشیني څرګنده کړې ده.
د دغه شرکت په بیان کې راغلي، چې د پېښې د څرنګوالي او لامل په اړه پلټنه کوي.