مکال له ټرمپ څخه هغو افغانانو ته د پناه ورکولو غوښتنه وکړه چې له امریکایانو سره یې کار کړی

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې پخواني مشر مایکل مکال له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي، څو د هغو افغان پناه غوښتونکو د دوسیو د ځنډولو په اړه خپل فرمان لغوه کړي، چې له امریکایانو سره یې دندې ترسره کړي دي.

مکال له سي بي اېس شبکې سره په خبرو کې د افغان پناه غوښتونکو د ناوړه وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړه، چې واشنګټن باید د خپلو پخوانیو همکارانو د ستونزو د حل په برخه کې اقدام وکړي.
مایکل مکال همداراز وویل: «دا هغه کسان دي چې زمونږ د سرتېرو ترڅنګ و او مونږ له دوی سره ژمنه کړې چې د دوی ساتنه به کوو.»
مکال خبرداری ورکړ، چې که امریکا په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي نه کړي، نو په راتلونکو پېښېدونکو مسایلو کې به هېڅوک پر دوی باور و نه کړي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره میاشت د یوه اجراییوي فرمان په لاسلیکولو سره په متحده ایالاتو کې د کډوالو د منلو پروګرام وځنډاوه.
د دغه پروګرام په ځنډېدو سره په پاکستان کې شاوخوا دوه زره افغانان له نامعلوم وضعیت سره مخ شوي دي.
که څه هم افغانان کولی شي، چې د اس ای وي د ځانګړي مهاجرتي ویزو غوښتنه وکړي، خو د مرستو د بندېدو په برخه کې د ټرمپ یوه بل فرمان بیا پر دې بهیر هم اغېزې کړي دي.
د ټرمپ دا پرېکړه د بهرني سیاست د ځینو کارپوهان او قانون جوړونکو له نیوکو سره مخ شوی دی، ځکه دوی وایي هغه افغانان چې د بیا مېشتېدو په تمه دي، له امریکا سره یې د مرستو په موخه خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
له دې سره، د امریکا د نوي حکومت چارواکي بیا په دې باور چې د دغه هېواد د پخوانیو افغان همکارانو دوسیې په سمه توګه څېړل شوي نه دي او یو شمېر هغه کسان چې له مخکې رسېدلي د امریکا د امنیت لپاره ګواښ دي.