د پښتونخوا پر حکومتي چارواکو او پولیسو په سیاسي غونډو کې د ګډون بندیز لګول شوی

د پاکستان جیونیوز په راپور کې راغلي، چې په پښتونخوا کې حکومتي چارواکي او پولیس په سیاسي غونډو او لاریونونو کې له ګډون څخه منعه کړای شوي دي. ویل کېږي چې دغه خبرتیاوې د سوات، ملاکنډ، دیر او بونیر په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو د چارواکو له‌خوا خپرې شوې دي.

سربېره پردې، د پښتونخوا په څو پوهنتونونو هم په هر ډول سیاسي غونډو کې د ګډون بندیز لګولی شوی دی.

په دې برخه کې خپره شوې خبرپاڼه کې ولایتي پولیسو ته لارښوونه شوې چې په لاریونونو کې له ګډون او اسانتیاوو ورکولو څخه ډډه وکړي.

ورته مهال د تحریک انصاف ګوند د مرکزي کمیټې څو غړو د پښتونخوا حکومت او ادارو د دې خبرپاڼې په اړه خپل نظرونه څرګند کړي دي.

له بلې خوا، د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور دا خبرې بې بنسټه بولي او زیاتوي چې: «زه به د تېر په څیر د لاریون مشري وکړم، دغه ټولې خبرې بې بنسټه دي، داسې کومه پرېکړه نه ده شوې».

دغه پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې تېرو دوو ورځو کې ملګرو ملتونو په پاکستان کې له مېشت افغان کډوالو غوښتي، چې په سیاسي غونډو او لاریونونو کې دې له ګډون څخه ډډه وکړي.