د پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې پوستې وسله وال برید کې دوه پولیس وژل شوي

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې تېره شپه د پښتونخوا بنو ولسوالۍ په فتح‌خیلو سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د وسله والو په برید کې دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي. په ټي ټي پي پورې یوې تړلې وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی.

افغانستان انټرنشنل پښتو ته له سیمې څخه باوري سرچینو نن شنبه د (سلواغې ۲۰مه) ویلي، چې د پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په فتح خیلو سیمه کې یوې ډلې وسله والو د پولیسو پر پوستې برید کړی چې په پایله کې یې دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

ويل کیږي، ټپیان د درملنې په موخه د بنو روغتون ته وړل شوي او د یوه هغه روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د بنو پولیسو پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې یو ډیر شمېر وسله والو پر پوسته برید کړی، نو په خبره یې ځکه دغه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ټي ټي پي اړوندې یوې وسله والې ډلې د دغه برید د مسوولیت منلو تر څنګ ادعا کړې چې په دغې پوسته یې د سپکو او درنو وسلو برید کړی او په کې ټول پولیس یې وژلي دي.

په دې وروستیو یو ځل بیا په پښتونخوا کې پر امنیتي ځواکونو د وسله والو بریدونو زور اخیستی او وخت نا وخت پر پوستو او د دوی د موټرونو پر روانو کاروانونو بریدونه کیږي.