د طالبانو د ټولګټو وزارت: د واخان دهلېز سروې بشپړه شوې او د ډیزاین کار یې دوام لري

د طالبانو د تولګټو چارو وزیر په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې د واخان دهلېز د سړک د سروې او ډیزان او افغان ټرانس پروژې د پیلیدو لپاره پر چمتوالي خبرې کړې دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د ټولګټو چارو وزیر محمد عیسي ثاني په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره په لیدنه کې د دواخان دهلېز د سړک د سروې د بشپړېدو او د ډیزان د کار د دوام په اړه خبرې کړې دي.

طالبانو ویلي، چې په یاده ناسته کې د افغان ټرانس پروژې په اړه هم خبرې شوې.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، یاده پروژه، چې د مرکزي اسیا هېوادونه د افغانستان له لارې له سویلې اسیا هېوادونو سره نښولي، پیلیدو ته یې بشپړ چمتوالی لري.

په افغان ټرانس پروژه کې د ۵۳۷ کیلومتره پټلۍ جوړول شامل دي، چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان درې هېوادونه سره نښلوي او د مرکزي اسیا، سویلي اسیا، روسیې او اروپا ترمنځ د توکو د لیږد لپاره یو مهم دهلیز ګڼل کیږي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزیر او د چین د سفیر ترمنځ په دغه ناسته کې د کابل او بیجینګ ترمنځ د دوامداره اقتصادي اړېکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربینايي پروژو په برخه کې پر همکارۍ ټینګار شوی دی.