طالبانو په جلال اباد ښار کې ۱۲۸ سیاحتي او زیارتي شرکتونه مهرلاک کړل
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/28be3196c39ce7db2266147f761ed5c3431e7416-1020x448.jpg?rect=112,0,796,448&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز کې یې د قانوني جواز نه لرلو له امله په تېرو څو ورځو کې ۱۲۸ سیاحتي او زیارتي شرکتونه مهرلاک کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یادو سیاحتي او زیارتي شرکتونو د فعالیت موده پای ته رسیدلې او د فعالیت لپاره یې قانوني جواز نه درلود.
طالب چارواکي وايي، یاده پروسه یې ټولو شرکتونو ته د قانوني جواز ورکولو او د دغې ډلې په عوایدو کې د زیاتوالي په موخه پیل کړې ده.
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست له لوري د سې شنې په ورځ هم په بهسودو ولسوالۍ کې له روغتیايي قوانیو د سرغړونې او قانوني اسنادو نه لرلو له امله پنځه کتنځایونه، دوه لابراتوارونه او دوه د غاښونو کلینیکونه مهرلاک کړي وو.