کرېکټ بورډ د وزیر اکبر خان سیالیو لپاره د لوبډلو نوملر اعلان کړ
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/c9e9e8f3058257cb2cc40a4c0225c424567fde5d-780x418.jpg?rect=19,0,743,418&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د کورني کرېکټ شپاړلسم پړاو وزیر محمد اکبر خان د لومړۍ درجې ولایتي سیالیو لپاره د لوبډلې او په کې د لوبېدونکو لوبغاړو نوملړونه اعلان شول.
د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د ۱۶م پړاو وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو لپاره د ګډون کوونکو ۱۲ لوبډلو نوملړونه وټاکل.
په دغه لوبډلو کې د لوبېدونکو افغان لوبغاړو نوملړونه هم خپاره شوي دي.
د کورني کرېکټ دغه سیالۍ د روانې فېبروري میاشتې په لسمه نېټه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۴مې نېټې پورې به په دوو بېلابېلو ولایتونو ننګرهار او کندهار کې روانې وي.
د دغه سیالیو لپاره په لومړي ګروپ کې ۶ لوبډلې، ننګرهار، کندوز، کابل، خوست الف، اې سي بي اېلیون دویمه لوبډلې او چېرمېن اېلیون لوبډلې په ننګرهار کې سیالۍ ترسره کوي.
له دې سره، په دویم ګروپ کې ۶ لوبډلې، هلمند، خوست، فاریاب، کابل الف، چېرمېن اېلیون دویمه لوبډلې او اې سي بي اېلیون لوبډلې په کندهار ولایت کې به سیالۍ ترسره کړي.