له افغانستان او سیمې څخه د داعش د ګواښونو په اړه د امنیت شورا غونډه جوړېږي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/645f730f3a01fbb88fd6b47cf257b000f7fa739b-770x420.jpg?rect=12,0,747,420&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه به د افغانستان او سیمې څخه د داعش د متوجه ګواښونو په اړه د دوشنبې په ورځ د سلواغې۲۲مه ترسره شي. ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش د داعش لهخوا د رامنځته شویو ګواښونو په اړه په راپور بحث وشي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي دغه راپور د جمعې په ورځ د امنیت شورا غړو ته وویشل شو.
په دغه راپور کې ټینګار شوی، چې د داعش خراسان څانګه د افغانستان دننه او بهر یو ګواښ دی.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې د داعش تبلیغاتي فعالیت لاهم پراخ دی او دغه ډله لاهم «د پام وړ نغدي زیرمو» ته لاسرسی لري.
یوازې په عراق او سوریه کې د داعش د نغدو پیسو زیرمې شاوخوا ۱۰ میلیون ډالر اټکل شوې دي.
دغه راپور کې په افغانستان کې د هغه ځانمرګي برید یادونه هم شوې چې د طالبانو د کډوالو وزیر خلیل الرحمان حقاني په کې ووژل شو.
ویل کیږي، ښايي دغه برید د طالبانو د هغو ادعاوو د کمزوري کولو لپاره شوی وي، چې په افغانستان کې د امنیت ساتلو وړتیا په اړه یې کړې دي.
خلیل الرحمان حقاني د ۲۰۱۴ کال د لیندۍ په ۲۱مه په کابل کې د کډوالو وزارت په ودانۍ کې په یوه چاودنه کې ووژل شو. داعش د برید مسوولیت په غاړه واخیست.