په ترکیه کې د زهرجنو الکولو د څښلو له امله له سلو زیات کسان مړه شوي دي

د ترکیې رسنیو راپور ورکړی، چې له یوې میاشتې په کمه موده کې، په انقره او استانبول کې له سلو ډېر کسان د زهرجنو الکولو د څښلو له امله مړه شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې، په دې موده کې، ۲۳۰ نور کسان د الکولو د څښلو له امله په روغتون کې بستر شوي دي.

د ترکیې اېن ټلوېزیون د شنبې په ورځ، د سلواغې ۲۰مه راپور ورکړ، چې د جنوري له ۱۴مې راهیسې په استانبول کې ۷۰ کسان د زهرجنو الکولو د څښلو له امله مړه شوي دي.

د انقرې د پولیسو مشر واصف شاهین وویل، چې په دې موده کې په پلازمېنه کې د زهرجنو الکولو د څښلو له امله ۳۳ کسان مړه شوي دي.

د ترکیې روغتیايي چارواکو اعلان وکړ .چې د دې الکولو له څښلو وروسته ۴۰ کسان چې روغتون ته وړل شوي دي، په جدي حالت کې دي.

تر دې مخکې، د ترکیې دولتي خبري اژانس د مرغومي په ۱۸مه راپور ورکړ، چې په استانبول کې د زهرجنو الکولو د څښلو له امله ۳۰ کسان مړه شوي او لسګونه نور په روغتون کې بستر شوي دي.

ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د الکولو د بیو د لوړېدو له امله مصرفوونکو محلي شرابو ته مخه کړې ده.

ترکي رسنیو دا هم راپور ورکړی، چې په هیواد کې د غیر معیاري شرابو د څښلو له امله مړینې مخ په زیاتیدو دي.

په ترکیه کې د الکولي مشروباتو د بیې لوړوالي مصرفوونکي دې ته اړ کړي، چې ارزانه بدیلونو او کور جوړ شرابو ته مخه کړي، چې د زهري کېدو خطر یې زیات کړی دی.

رسنیو دا هم یادونه کړې چې په هیواد کې د الکولو د بیو د لوړوالي وروسته، د مشهورو برانڈونو بدلو شرابو تولید هم زیات شوی دی.