د پاکستان پولیسو د تحریک انصاف ګوند ځینې غړي او پلویان ونیول

د پاکستان پولیسو په پنجاب او د دغه هېواد تر واک لاندې کمشیر کې د تحریک انصاف ګوند ځینې هغه مشران او پلویان نیولي چې نن یې د فبروري ۸مې لاریون کې ګډون کړی و. دغه ګوند دې ورځې ته، چې د تېر کال د ټاکنوله ورځې سره برابره ده، د تورې ورځې نوم ور کړی او مختلفو ښارونو کې یې مظاهرې کړې.

خوحکومت د « ۱۴۴ دفعه» نافذولو سره په دغه هېواد په تېره پنجاب کې پر لاریونونو بندیز لګولی دی.

له دې سره بیا هم تحریک انصاف ګوند نن د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه کړي.

پولیسو په پنجاب او کمشیر کې د لاریونونو نه کولو له امر د سرغړوني په جرم د دغه ګوند یو شمېر پلویان نیولي دي.

نن شنبه د فبروري ۸مه نېټه په پاکستان کې د ټاکنو یو کال پوره شو، چې پکې د مسلم لیګ نواز ډلې په مشرۍ ټلوالې حکومت جوړ کړ.

تحریک انصاف ګوند پر حاکم ګوند په ټاکنو کې د درغلیو او لاس وهنو د تور له امله دغې ورځې ته د تورې ورځې نوم ورکړی او په دغه ورځ یې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه کړي دي.

خو د پاکستان حکومت په پنجاب او بلو چستان صوبو کې د خلکو پر راټولیدنه، لاریونونو او سیاسي غونډو بندیز لګولی او «۱۴۴ دفعه» نافذه کړي.

د پاکستانی رسنیو د راپورونو له مخې، پولیس د ۱۴۴ دفعې څخه د سرغړونې له امله په ملتان کې د تحریک انصاف ګوند د مهم غړي شاه محمود قریشي لور مهر بانو قریشي، د اسمبلۍ پخوانی غړی ذاهد بهار هاشمي او دلیر مهار نیولي دي.

پولیسو په دغه لاریون کې د تحریک انصاف ګوند شاوخوا لس تنه نور پلویان هم نیولي دي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په مظفر اباد کې هم پولیسو د تحریک انصاف ګوند یو شمېر پلویان نیولي دي.

پولیسو ویلي، چې په مظفر اباد کې یې د تحریک انصاف ګوند د ۱۶ پلویانو ترڅنګ د اپوزیسیون مشر خواجه فاروق هم نیولی او په کورني بند کې ساتل کیږي.

خو د پښتونخوا صوبي حکومت چې د تحریک انصاف ګوند په واک کې دی هلته هم نن لاریونونه شوي او تردې مهاله له یادې صوبې د پولیسو له خوا د تحریک انصاف د ګوند د پلویانو او غړو د نیولو په اړه کوم راپور نه دی ورکول شوی.