د لبنان په ختیځ کې د اسراییل په هوايي برید کې ۶ تنه وژل شوي دي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/ba383c6168e4e01d9d25bad051d92f5a193ede2d-960x638.jpg?rect=0,49,960,540&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د لبنان د ملي خبري اژانس(اېن اېن ای) د راپور له مخې، د لبنان په ختیځ بعلبیک ولسوالۍ د شېرا په سیمه کې د اسراییل په هوايي برید کې شپږ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
په راپور کې راغلي: "د جنتا ښارګوټي ته څېرمه په شېرا سیمه کې د اسراییل د هوايي برید له امله شپږ تنه شهیدان شوي او دوه نور ټپیان شوي دي."
خو بلخوا د اسراییل پوځ بیا په یوه بیان کې ویلي، چې د دوی هوايي ځواک د استخباراتي خدماتو تر لارښوونې لاندې برید کړی او ادعا یې کړې، چې د بیکا په دره کې یې د حزب الله غړي په نښه کړي.
له اوربند سره - سره، اسرايیل تر ۸۴۰ زیاتې سرغړونې کړي، چې په لبنان کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان وژلي او ټپیان کړي دي.
د اوربند د موافقې له مخې، اسراییل باید د جنورۍ تر ۲۶ نېټې پورې له سوېلي لبنان څخه د خپلو ځواکونو وتل بشپړ کړي، خو وروسته له دې چې اسراییل له دې موافقې انکار وکړ، دغه ضرب الاجل د فېبرورۍ تر ۱۸ پورې وغځول شو.