افغانان ولې خپل لومړیتوب او د لومړیتوب په اساس خپلو ستونزو ته د حل لارې ټاکلی نه شي؟

شاه محمود میاخېل
شاه محمود میاخېل

د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر

د هرې ستونزې او د هرې ناروغۍ د علاج لومړنۍ مرحله د ستونزې منل، د مرض تشخیص او د لومړیتوب په اساس د حل لارې چارې پیدا کول دي.

که څوک خپل لومړيتوب و نه شي ټاکلی او بیا د خپل لومړیتوب په اساس تګلاره ونه لري، هغه شخص او ملت به تل په خپلو کړنو او د ژوندانه په تګلاره کې ناکامه وي.
د زیاتو افغانانو لا اوس هم د خپل مرض په تشخیص او د ستونزو په لومړیتوب سر خلاص نه دی.
لومړیتوب چې معلوم نه وي، نو بیا د ستونزو د حل لپاره لارې پیدا کول لرې خبره ده.
که داسې نه وي، نو افغانستان به په اسیا کې وروسته پاتې هېواد نه وای چې اوس یې لا هم خلک سرګردانه او راتلونکی یې نامعلومه دی.
په دې هم بحث نه کوو، چې افغانان نه یوازې ځان ته د ښه راتلونکي لپاره لومړیتوب نه ټاکي، بلکې د افغانانو مهم لومړیتوب او دنده دا ده، چې هر سهار راپاڅېږي او هڅه کوي، چې څنګه یو بل تخریب کړي.
افغانان خپله انرژي او منابع مصرفوي، خو په منفي برخه کې او پایله د افغانانو د یو ملت په توګه صفر ده.
د افغانانو مهمه ستونزه خراب فکري سافټ ویرونه دي، خو دوی د علاج لپاره د هارډویرونو غوښتنه کوي.
هارډویر له ښه سافټ ویرونو پرته چې ویروس په کې نه وي، کار نه کوي، دا خو پرېږده چې که فکرونه د قرون اوسطا وي او خواهشات د یویشتمې پېړۍ غواړي، نو دا وطن به هېڅکله خُتن نه شي.

افغانان د ښوونځيو، سړکونو او کلینکونو غوښتنه کوي خو په دې بیا فکر نه کوي چې د ښوونځي، سړک او کلینکونو د استعمال لپاره به سافټویرونه څه وي؟
دا هارډیرونه هغه وخت اهمیت لري، چې قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام شتون ولري.
افغانان په ټولو بحثونو، رسنیو او ټولنیزو شبکو کې کنفرانسونو او غونډو کې په فرعي موضوعاتو خپله انرژي مصرفوي.
زما د تجربې او نیمچه پوهې په اساس، د یو ملک د پرمختګ لپاره تر هر څه د مخه، د قانونمند او ولسواکه نظام شتون اړین دی.
د قانوني نظام لومړیتوب باید په ټولو وګړو یو ډول د قانون پلي کول وي او د قانون پلي کول خپله ولسواکي حاکمه کوي.
د جنګسالارانو، زورواکو، بهرنیو لاس وهنو او افراطیت چې که په هره بڼه او شکل وي مخه یې نیسي او د اقتصادي پرمختګ، ښې حکومتولۍ او ټولنیز عدالت ته زمینه برابروي.
دا خبرې زما نه دي، بلکې دا نظر د ټولو پخوانیو او معاصرو علماوو د حکومتولې په اړه دی، هغه که اسلامي پوهان و او که غیر اسلامي.

له بده مرغه، د جمهوریت د ناکامه کېدو مهم دا و، چې په ټولو په یو ډول قانون نه پلي کېده.
د طالبانو حاکمیت سره له دې چې قانوني او ولسي صبغه نه لري، خو د ناکامه کېدو لامل به یې دا وي، چې طالب که هر څه کوي روا دي او نورو لپاره دورې، توهین، بندي کول او وژنه روا ده، نو دوی هم له ناکامۍ او زوال سره مخامخ دي.
کله چې قانونمند او ولسواکه نظام رامنځته شو، بیا د سافټ ویرونو اپډېت او د هارډویرونو جوړېدل مهم دي.
مخکې له دې چې د یو قانوني، مشروع او ولسواکه نظام لپاره زمینه برابره شي، ډېرو لا خانکي په سر نیولی وي او د خپل فکر په اساس، نظام، سیستم او ځانونو لپاره قدرت او څوکۍ غواړي، چې دا ډول تفکر پایله نه لري او اخر یې بیا هم د افغانانو زوال دی.
بله مسله چې خورا زیاته مهمه ده، انفرادي کار او مبارزه ډېرو افغانانو په تېرو پنځو لسیزو کې او هم په تېرو پېړیو کې کړې ده، خو انفرادي هلو ځلو او یا د انحصار د قدرت او د نفې سیاست که هغه د یو شخص او یا یوې ډلې له خوا و، نه پخوا کار ورکړی، نه اوس کار ورکوي او نه به په راتلونکې کې کار ورکړي.
د باثباته، قانونمند او ولسواکه حکومتونو نه شتون د دې لامل شوی، چې د شګو د کورونو غوندې چې کوم څه مخکې نظامونو جوړ کړي و، هغه هم د طالب په شان وروستیو حاکمیتونو خراب کړل او خرابوي یې.
زما په اند، د هرې حاکمې ډلې او حکومت که هغه مشروع یا قانونمند حکومت وي او که نه، مسوولیت لري چې راتلونکي نسل ته با ثباته موسسات پرېږدي.
راځو د دې لیکنې اصلي ته.
افغانان ولې خپل لومړیتوب نه شي ټاکلې او د خپلو ستونزو لپاره د حل لارې چارې پیدا کولی نه شي؟

ځکه چې افغانان د ناخوالو او ناکامیو پړه په خدای یا بهرنیانو اچوي.
هر کار چې خراب شي نو عامیان ورپسې وایي، چې د خدای رضا همدا وه یعنې ته کرار کینه او په همدغه بد حالت باندې شکر وکاږه.
بیا وایي، چې څوک خپل خدای ته ډېر نږدې وي نو په هغه زیات تکلیفونه په دغه دنیا کې راځي.
دا ډول طرز تفکر افغانانو ته د کلیو ملایانو او ملکانو ورکړي دي، چې په خلکو خپل رعب او ملکې ته دوام ورکړي او له دې لارې خپل ژوند مخ ته یوسي.
که نه رَبَّنَا آتِنَا فِی‏الدُّنْیَا حَسَنَةً وَ فِی‏الآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ په هر لمانځه کې وایو چې خدایه دا دنیا هم زمونږ ښه کړې او هغه دنیا هم.
که مسلمانانو لپاره یوازې هغه دنیا وي، نو ولې دا دوعا په هر لمانځه کې وایو.
دلته د مشهورو معقولې په اساس چې د خلفای راشدین څخه روایت شوی دی وایي، چې د نړۍ کارونه داسې کوه چې نه مرې خو د اخرت کار داسې کوه چې سبا ته مري.
له بله اړخه اکثره تعلیم یافته او روڼ اندي چې ناکام شي، نو بیا دوی د خپلو ټولو ناکامیو پړه په بهرنیانو اچوي او د ولس په ذهن کې دا تلقینوي، چې د دوی د ناکامۍ اصلي ستونزه بهرنیان و او دي او څه چې بهرنیان وغواړي، هغه کېږي.
یعنی تعلیم یافته او سیاسیون د بهرنیانو هو او نه ته تل په تمه ناست او ولس ته هم وایي، چې تاسې څه مه کوئ ځکه څه چې بهرنیان وغواړي هماغه کېږي.
دلته ټولنې د ملا او ملک او هم د تعلیم یافته او روڼ اندو له لاسه لاره ورکه کړې ده.
دې کې شک نه شته، چې که د بهرنیانو خپلې موخې او ګټې له ګواښ سره مخ شوې، نو هغوی په ډېرې اسانۍ سره کولی شي چې د کوټو د سوړو نه یوه ډله کسان د پیر او ملا، ملک او روشنفکر په نوم راپیدا کړي.
د هغوي د راوستلو لپاره روایتونه جوړ کړي او هغوی د خپلو موخو لپاره وګوماري، دا د افغانانو کمال نه پخوا و او نه اوس دی.
مهمه مسله دا ده، چې افغانان خپله ظرفیت د انسجام او د دوامداره مبارزې نه لري.
د تېرو څو لسیزو ټول تحولات مونږ په خپلو سترګو ولیدل، چې څه و او څه وشول او اوس هم چې څه روان دي، هغه په خپلو سترګو ګورو او افغانان ورته یوازې د سیل بین په توګه ننداره کوي.
اصلي خبره دا ده، چې د نورو په واسطه چې حکومتونه راغلي او یا په راتلونکې کې راځي څنګه له فرصته د خپل ولس او د خپل هېواد د ثبات لپاره ګټه اخلي.
څنګه بحران په فرصت بدلولی شي، نه دا چې فرصتونه لکه د پخوا په شان په بحرانونو بدل کړي.
له دې بحث څخه مې هدف دا نه دی، چې مثبت ناورین په افغانستان کې را روان دی، بلکې که اوسنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړۍوالو تحولاتو ته نظر واچوو، د افغانستان راتلونکی په ښه لور روانه نه ده او هر تحول به نورې ناوړه پایلې ولري.
دا په دې معنا نه ده، چې موجوده حالت هم د زغم وړ دی.
ټول افغانان باید په دننه او بهر کې چې هر څه نفوذ او قدرت لري، باید د مثبت تحول لپاره فکر وکړي.
مثبت تحول د یو بل په منلو او د نفې او انحصار د قدرت سیاست ختمول دي.

راځو د بحث دویمې برخې ته چې د افغانانو تعلیم یافته او روڼ اندي نه یوازې دا چې خپله ناکامي نه مني، خلکو ته غلط تصور هم ورکوي.
د دې تر څنګه دوی یو بل مصیبت هم جوړ کړی دی، چې یو شمیر یې قومي، سمتي، ژیني او مذهبي تفرقې ته لمن او ببوزۍ وهي.
په دغه برخه کې عام ولس په خپل منځ کې ستونزه نه لري، خو دوی د دغې کاذبې تفرقې لپاره د یو څو د فېسبوک د لایکونو او یا د مرده باد او زنده باد د ساعت تېري لپاره یو څو کسه ملاتړي پیدا کوي.
تفرقه اچول اسانه کار دی، خو وحدت رامنځته کول سخت کار دی.
هر څوک چې په ارادي او یا غیر ارادي توګه تفرقې ته زمینه برابروي، دا د افغانانو سره لویه جفا ده.
د بهرنیانو د نفوذ په هکله غواړم لږ یادونه وکړم، چې د خدای بنده ګانو دا سره کافران په ټوله نړۍ کې دي او د هر چا ګاونډیان دي، خو ځینو ترې ځانونه ساتلي او یا یې ورسره د تفاهم ژبه پیدا کړې، چې خپل ملت او وطن ته ترې ګټه واخلي.
له بده مرغه ملا صایبان وایي، چې د کفارو سره به د ملایانو نه په غیر بل څوک تامل نه کوي، که نه د کفر ټاپه به په ټولو ووهل شي.
ولس، ملک، روشنفکره، روڼ اندي، شاعران او مفکرین ټول د ملا صایب د کفر د ټاپې نه دومره وېره لري لکه چینګ داړي نه چې خلک د پنځلسي په شپه وېرېږي.
ځیني د ټاپو د وېرې له امله د ملا صایب دې منطق ته د اسلام د احکامو توجهه هم ورکوي که د ملا خبره دې ونه منله، نو د اسلام نه وځي حال دا چې زیات افغانان د ملا صایب نه په اسلام زیات پوهېږي، خو د ملا صایب د خېټالوژي خبرې نه ردوي.
ښه خبره دا ده، چې که د ټولنیزو رسنیو د منفي اړخ نه مثبت اړخ ته نظر وکړو، اوس د کلیو او ښارونو بې تعلیمه نر او ښځې هم پوهېږي، چې دا ملایان د اسلام پر ځای په اوتو بوتو سر دي، ځکه یو ملا یو څه وایي او بل یې بل څه وایي.
عجیبه معما کې افغانان او په ځانګړې توګه پښتانه ګیر دي.
که افغانان دا فکري زولنې ونه شرنګوي او د دغه زولنو کلپونه خلاص نه کړي، زما په اند ستونزمنه ده، چې له افغانستانه پاریس او یا واشنګتن خو څه، چې دوشنبې او زاهدان به هم جوړ نه شي.
افغانستان به لکه څنګه چې په تېرو پنځو لسیزو کې د نورو د نیابتي جګړو لپاره وجنګېدل او قربانۍ یې ورکړې، نوره قرباني به هم ورکوي او حال به یې د غزې او اوکراین نه بدتر وي.
دا د ټولو افغانانو که په داخل کې دي او که بهر، که طالبان دي او که غیر طالبان، باید د راتلونکي جدي منفي تحولاتو د له منځه وړلو لپاره سره همغږي شي او زمینه واقعي خبرو او بین الافغاني ډیالوګ ته برابره کړي.
یو بل ته په سپکه سترګه ونه کتل شي، په واقعي بین الافغاني خبرو کې هېڅوک حذف کېږي نه، بلکې د ټولو لپاره ګټه لري.
هغوی چې د موقت حکومت خوبونه ګوري هم باید په دې پوه شي، چې داسې تګلاره نه په داخل کې او نه بهر کې خریدار لري.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوال نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.