د هند د لومړي وزیر مودي ګوند له ۲۷ کلونو وروسته په پلازمېنه کې ټاکنې وګټلې

د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي ګوند ۲۷ کلونه وروسته په پلازمېنه کې واک بېرته ترلاسه کړ، چې دا د تیر کال له مایوسوونکو ملي ټاکنو وروسته د هندو ملتپال مشر لپاره یو پرمختګ دی. د هند د ټاکنو کمېسیون دمعلوماتو له مخې د مودي بهارتیا جنتا ګوند په ډیلي کې له ۷۰ څوکیو ۴۸ څوکۍ ګټلې دي.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې د مودي د حکومت سیال د اروند کیجریوال په مشرۍ د عامو خلکو ګوند ۲۲ څوکۍ ګټلي دي.

د کیجروال په مشرۍ دغه ګوند په ۲۰۱۲ کال کې د فساد ضد مبارزې سره راپورته شو او په ډیلي کې یې خپله لومړۍ ټاکنیزه بریا خپله کړه او هغه دوه دورې واکمني وکړه .

۵۵ کلن کیجروال هغه سیاستوال و، چې د فساد پرضد راپورته شوی و؛ خو هغه تېر کال د عمومي ټاکنو مخکې د مودي د حکومت له خوا د فساد په تور ونیول شو.

دغه ګوند مودي په سیاسي غچ اخیستنې تورن کړ خو د مودي په مشرۍ بي جي پي دا ادعاوې رد کړې.

کیجریوال، چې په ضمانت خوشې شو او د ډیلي د سر وزیر په توګه یې استعفا ورکړه؛ ترڅو د ایالتي ټاکنو لپاره کمپاین باندې تمرکز وکړي.

دغه ګوند په تیرو دوو ټاکنو کې د ناچاره لپاره د وړیا اوبو او برېښنا تر شعار لاندې یې په لوی اکثریت سره بریالی شو.

خو په دې ټاکنو کې د مودي په مشرۍ بي چي پي ژمنه کړې چې د ګټلو په صورت کې د بې وزلو ښځو ته د میاشتې ۲۵۰۰ هندي روپۍ چې ۲۸ ډالره کېږي او هرې میندواره میرمنې ته د یو ځل لپاره ۲۱۰۰۰ هندي روپۍ او زیات عمره کسانو ته به ۲۵۰۰ هندي روپۍ ورکوی.

همدارنګه دغه کوند به د ګاز په برخه کې سبسایډي ورکوي.

مودي تیر کال د هند په پارلمان کې خپل اکثریت له لاسه ورکړ خو د سیمه ییزو ګوندونو په ملاتړ سره د دریم ځل لپاره د لومړي وزیر په توګه بیرته واکمن شو.

د مودي په مشرۍ بي جي پي د څلورو ایالتونو له ټاکنو درې ګټلي دي.