د پوځ مشر ته عمران خان دویم لیک کې ویلي په زندان کې د مرګ په کندو کې ساتل شوی
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/8f5804b27607da1678292e34b75410908db478a2-372x209.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير ته په دویم پرانیستي لیک کې شکایت کړی، چې په زندان کې د فشارونو د زياتوالي له کبله د انساني حقونو خلاف وخت تېروي. نوموړي لیکلي، چې شل ورځې يې د لمر وړانګې نه دي ليدلې او برېښنا هم پرې قطعه وه.
د پاکستان جيونيوز د شنبې په ورځ ویلي، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان په يو لیک کې د پوځ مشر جنرال عاصم منير ته د هېواد د ښېګڼې لپاره دویم پرانيستي لیک لېږلی.
عمران خان په دې لیک په زندان کې د خپل وضعت اړوند هم مالومات ليکلي: « د هېواد تر ټولو لویه سیاسي پارټۍ په پرله پسې توګه په نښه کيږي، په زندان کې د انساني حقونو خلاف فشارونه زيات دي، شل ورځي په بند اطاق کې ساتل شوی وم، چې د لمر وړانګې هم نه وې، د پنځو ورځو لپاره زما د اطاق برېښنا هم بنده وه او په تیاره کې ساتل شوی وم.»
عمران خان ويلي، چې د تمرين وسایل او ټلویزيون هم ترې اخیستل شوي، ورځپاڼو ته لاس رسی نه لري او که دوی وغواړي کتابونه هم پر بندوي.
نوموړي په لیک کې ویلي، چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې يواځې درې ځلي له خپلو اولادونو سره د خبرو او لږو کسانو ته د لیدو اجازه ورکول شوې.
د هغه په خبره، چې میرمن يې هم په بند کې ده او د خپلي مېرمنې سره هم د لیدونه اجازه نه لري.
عمران خان په دې لیک کې ويلي، چې که پوځ هغه ټکي چې نوموړي ورته اشاره کړې د خلکو په پام کې نیولو سره عملي کړي نو ۹۰ سلنه ولسي ملاتړ به ترلاسه کړي.
عمران خان په دې لیک کې ویلي: «د ټاکنو تر پايلو بدلولو او مخکې له ټاکنو په درغلیو حکومت جوړ شوی، پر عدليي سیسټم د واک نیولو لپاره د اساسي قانون ۲۶مه ماده کې تعديل پارلمان تصويب کړی، د ظلم او جبر پر وړاندي یې د ږغ پورته کولو مخه نيولې.»
نوموړي سیاسي بې ثباتي د هېواد د اقتصادي تباهۍ لامل یاد کړی.
خان ويلي، چې د هغه د پلویانو او مشرانو ۲ زره ضمانتونه او غوښتنې په عدليې ادارو کې پراتې دي.
عمران خان تر دې مخکې په بل لیک کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو په تېره پوځ نیوکې کړې وې چې د سرحدونو ساتلو پر ځای یې ټول پام «د سیاسي ګوندونو ځپلو او د غلو او لوټمارو ساتلو ته اړولی دی.»
د خان په خبره، د ترهګرۍ خلاف جنک کې به پوځ هغه وخت بریالی شي چې ولس ور سره ودرېږي، خپله پالیسي بدله کړئ.
عمران خان چې تېره جنورۍ کې د فساد د یوې قضیې له امله پر ۱۴ کاله بند محکومت شوی دا مهال په ایډیاله جېل کې دی.
نوموړی له نورو لسګونو تورونو سره هم مخ دی، خو ټول ردوي او د سیاسي انګېزې له مخې یې بولي.