د امریکا دفاع وزیر: له افغانستان څخه د وتلو په برخه کې شوې تېروتنې به په جدي ډول وڅېړو

د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ وویل، چې له افغانستان څخه د امریکا په ګډوډو وتلو به بیاکتنه وشي او چارواکي به مسوول وګڼل شي. هغه وویل، په دې برخه کې د لا روښانتیا لپاره نورې څېړنې کوي.

هغه د پنټاګون له کارکوونکو سره په یوه غونډه کې وویل: «موږ به له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو بیاکتنه وکړو ترڅو پوه شو چې څه تېروتنې دي او ولې یې مسوولیت نه دی اخیستل شوی.»

پېټ هېګسټ په افغانستان کې ناکامه جګړه، پر اوکراین د روسیې یرغل او پر اسراییل د حماس ناڅاپي برید هغه پیښې وبللې چې د امریکا ځواک یې په نړۍواله کچهکمزوری ښودلی دی.

هغه د افغانستان جګړې د حساب ورکولو ژمنه وکړه، چې په ۲۰۲۱ کال کې په ګډوډۍ پای ته ورسېده او په کابل کې د امریکا ملاتړی حکومت په چټکۍ سره وپرځېده.

د امریکا د دفاع وزیر د جمعې په ورځ، د سلواغې ۱۹مه د پنټاګون د کارکوونکو سره په یوه غونډه کې وویل، «موږ هوډ لرو چې هغه څه وګورو چې په افغانستان کې پیښ شوي او چارواکيیې مسوول وګڼو، نه د غچ اخیستلو لپاره، بلکې په دې باید پوه شو، چې تیروتنې څه وې او ولې یې مسوولیت نه دی اخیستل شوی.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي وو چې هغه به له هغو پوځي چارواکو څخه د استعفا غوښتنه وکړي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو مدیریت یې کاوه. ټرمپ وویل: «زه د دوی د سملاسي استعفا غوښتنه کوم.»

ټرمپ په وار وار د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن او مرستیاله ولسمشره کمالا هریس له افغانستان څخه د امریکا د ناکامه وتلو پړه ګڼلي دي.

هغه پر جو بایډن نیوکه وکړه چې له افغانستان څخه د ګډوډۍ له وتلو وروسته یې هیڅوک مسوول ونه ګڼل.

ټرمپ همدارنګه له افغانستان څخه د امریکا وتل«له ناورین ډک شاتګ» بللی او ویلي یې دي چې دا د امریکا په تاریخ کې «سپکوونکې» پیښه وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، که امریکا له افغانستان څخه نه وای وتلې، نو طالبانو به پر امریکايي ځواکونو برید کړی وای. بلینکن وویل چې بایډن باید په افغانستان کې د جګړې د دوام او پای ته رسولو ترمنځ انتخاب کړی وی.