طالبان:له ازبکستان امریکا ته انتقال شوې چورلکې د افغانستان ملکیت دی او بېرته دې را وسپاري

د طالبانو دفاع وزارت له ازبکستان امریکا ته د پخواني افغان هوايي ځواک د چورلکو انتقال ته غبرګون ښودلی او وايي، دا چورلکې د افغانستان ملکیت دی او بېرته دې دغه هېواد ته انتقال شي. امریکايي چارواکو ۳ ورځې مخکې تایید کړه، چې ازبکستان د افغانستان د پخواني هوايي ځواک ۷ چورلکې ورسپارلې.

خو د طالبانو د دفاع وزارت نن شنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره مریکا ته د دغو چورلکو د سپارلو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي:« څرنګه چې دا الوتکي د افغانستان ملکیت دي او د افغانستان د تیرې ادارې لخوا ازبکستان ته د تیښتې په مهال انتقال شوې دي، باید بیرته افغانستان ته را انتقال کړل شي.»

طالبانو ویلي، چې له ازبکستان امریکا ته د افغان هوايي ځواک چورلکو انتقال ورته د منلو نه دی.

د طالبانو د دفاع وزارت له امریکا غوښتنه کړې، چې افغانستان ته د یادو چورلکو د انتقال په لاره کې دې خنډونه نه جوړوي او بېرته دې یې افغانانو ته وسپاري.

دغه چورلکې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ مییاشت کې افغان پیلوټانو له طالبانو د تښتیدو پر مهال ازبکستان ته ولېږدولې.

طالبانو تردې وړاندې هم له ازبکستان نه څو ځله د دې الوتکو د ورسپارنې غوښتنه کړې، خو ازبکستان تل د طالبانو دغه ډول غوښتنې له پامه غورځولي دي.