ټرمپ په افغانستان کې د امریکا پوځي تجهیزات پرېښودل «احمقانه» وبلل
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/e52ce82c627f9f687ac7ba25eed5f893c369dbbd-1200x800.jpg?rect=0,63,1200,675&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د جاپان له لومړي وزیر سره په ناسته کې وویل چې هغه د خپلې لومړۍ دورې پر مهال خپل هیواد بیا رغولی و او هوډ لري چې د نړۍ تر ټولو پیاوړی پوځ ولري. ټرمپ وویل، «په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو پریښودل یوه احمقانه پریکړه وه.»
د جمعې په ورځ، د سلواغې۱۹مه، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د جاپان له لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا سره ولیدل او د خبریالانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
د جاپان د پوځ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې او دا چې ایا د دغه هیواد د پوځي لګښتونو زیاتوالی د چین او شمالي کوریا په وړاندې د مخنیوي په توګه عمل کولی شي، هغه وویل: «زه تمه لرم چې موږ به په نړۍ کې تر ټولو پیاوړی پوځ ولرو. د چین په پرتله ډېر پیاوړی او د بل هر چا پرتله ډېر پیاوړی.»
د امریکا ولسمشر په خپله وینا کې یو ځل بیا په افغانستان کې پاتې شویو امریکايي پوځي تجهیزاتو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې د دغو تجهیزاتو د پریښودو لپاره هیڅ دلیل نه شته او دا په میلیاردونو ډالره لګښت لري.
خو ښاغلي ټرمپ ټینګار وکړ چې دغه تجهیزات د هغه پوځ یوه کوچنۍ برخه وه چې هغه د خپلې لومړۍ دورې پر مهال یې بیا رغولې وه. هغه وويل: «زه غواړم چې زموږ پوځ تر ټولو غښتلی وي. زه پر پوځ د دې ټولو پیسو په لګولو کې هم کومه ستونزه نه لرم.»
ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې ویلي و چې په افغانستان کې به پاتې امریکایي وسلې له طالبانو څخه بیرته واخلي. هغه وویل، تر هغه چې طالبان د امریکا پوځي تجهیزات بیرته ورنه ورکړي، پر هغوی به پیسې بندې کړي.
ټرمپ په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د پاتې امریکایي پوځي تجهیزاتو ارزښت ۸۵ میلیارده ډالره دی. طالبان وايي چې په افغانستان کې وسلې په کلکه څارل او ساتل کېږي.