د مقاومت جبهې ادعا: په هرات کې مو پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

د مقاومت په نامه د طالب ضد وسله والې ډلې ادعا کړې، چې د جمعې په ورځ یې په هرات ولایت کې په څو بریدونو کې څلور طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

دغې جبهې په خپل اېکس کې لیکلي، چې د هرات ولایت په ګُذرې ولسوالۍ کې یې د الفاروق قول اردو د لومړۍ لوا یو طالب وسله وال وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.

دغه راز د یادې جبهې جنګیالیو د دې ولایت په انجیل والسوالۍ کې هم د طالبانو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست دوه وسله وال وژلي او په درېیم برید کې چې د هرات ښار په پنځمه حوزه کې ترسره شو د دغه ډلې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست یو طالب غړی یې وژلی دی.

د مقاومت جبهې د ازکس په دغه پوسټ کې زیاته کړې، چې د دغه بریدونو په پایله کې دوه میله وسله د دوی جنګیالیو ته په لاس ورغلې ده.

دغې جبهې ویلي، چې په دې عملیاتو کې د دوی جنګیالیو او ملکي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.

تر اوسه د طالبانو حکومت د دغه بریدونو په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

یاده دې وي، چې د ملګرو ملتونو ادارې یوناما په وروستي راپور کې په دغې جبهې تور پورې کړی، چې په خپلو بریدونو کې یې ملکي وګړو ته زیان رسولی، خو یادې جبهې د یوناما دغه راپور رد کړی.