د ملي خبرو بهیر دویمه غونډه په استانبول کې ترسره کیږي

له اوسني وضعیت د تلو او د یوې سیاسي تګلارې په اړه د ملي خبرو بهیر دویمه غونډه په استانبول کې ترسره کیږي.د ملي خبرو دا غونډه به د شنبې او یکشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۰مه او ۲۱مه ترسره کيږي.

د ملي خبرو بهیر د دې غونډې کوربه توب کوي.

افغانستان انټرنشنل ته د رسیدلو معلوماتو له مخې دغه فورم د طالبانو، سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او ښځو استازو ته په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د کریم خلیلي او محمد محقق زامن، د صلاح الدین رباني استازی، د حرکت اسلامي شورا استازی، د ګلبدین حکمتیار زوی، فرخنده زهرا نادري، ارشاد حسین د هغو کسانو په ډله کې دي، چې په دغه غونډه کې به ګډون وکړي.

په غونډه کې د ګډون لپاره یو شمېر خبریالانو ته بلنه ورکړل شوې ده، خو د ملي بحث فورم ویلي، چې د خپلې پالیسۍ له مخې، د غونډې هیڅ خبر یا راپور باید رسنیز نه شي.

سرچینې وايي، چې دا غونډه به د لومړي پړاو غونډې په څیر د تړلو دروازو تر شا وشي.

د ملي خبرو بهیر لومړۍ غونډه د روان کال په لړم میاشت کې ترسره شوه، چې د قومي او سیاسي ډلو ۷۰ استازو ګډون پکې درلود.

د طالبانو استازو او یو شمیر سیاسي ګوندونو او مشرانو په هغه غونډه کې له ګډون ډډه کړي وه. خو دا لا تر اوسه روښانه ده، چې طالبان به د خبرو په دوهمه غونډه کې ګډون وکړي او کنه.

د لومړۍ غونډې ګډونوالو د بین الافغاني خبرو د شفافې پروسې د پیل پر اړتیا ټینګار کړی و.

د ملي خبرو بهیر وايي، چې ۳۵ دایمي غړي لري او د خبرو کلتور ته وده ورکولو لپاره په هرو دریو میاشتو کې یوه غونډه کوي.

دغه فورم وايي، چې د ملي خبرو اصلي هدف د هیواد دننه او بهر د مېشتو افغانانو ترمنځ د رغنده خبرو اترو لپاره فضا رامینځته کول او د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري ننګونو سره د مقابلې لپاره د ملي باور پیاوړتیا ده.

دغه فورم ویلي، چې خپل فعالیتونه یې په ۲۰۲۲ کال کې د هیواد د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي شخصیتونو په نوښت او ډله ایز مالکیت سره پیل کړ او مشرتوب یې دوره يي دی.

بابر فرهمند، مهدي حسیني، مصطفا مستور، حکمت خلیل کرزی او ادریس زمان د دې فورم د مشرتابه په مهمو شخصیتونو کې شامل دي.