د مقاومت جبهې ادعا: په کندوز کې مو درې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/621fcbebc7c17657bb0c3b4f977acc67354c175a-780x470.jpg?rect=0,16,780,439&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د ملي مقاومت جبهې په نامه د طالب ضد مخالفې وسله والې ډلې ادعا کړې، چې په کندوز ولایت کې یې دوه طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
دغې جبهه پر اېکس پاڼې لیکلي، چې یاد برید یې د پنجشنبې ماښام (تېره شپه) د کندوز ولایت په مرکز سیره راه نواب اباد کې پر یوې پوستې کړی چې طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
خبر زیاتوي چې په دغه برید کې د طالبانو یو موټر هم ویجاړ شوی او د مقامت جبهې ځواکونو او ملګي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د دغه جبهې د ادعا په اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي.
یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د افغانستان استازولۍ «یوناما» د یوه راپور په خپرولو سره مقاومت او ازادۍ جبهې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو دوو میاشتو کې د هغو بریدونو مسوولې ګڼلي، چې ملکي وګړو ته په کې زیان اوښتی.
یوناما ویلي و، چې د مقاومت جبهې په دوو بریدونو کې یو ملکي کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
خو د مقاومت جبهه د خپلو وسله والو له خوا ملکي کسانو ته د مرګژوبلې د اړولو په اړه د یوناما وروستی راپور ردوي او د یادې ادارې راپور ورکوونکي د طالبانو سرچینې بولي.