فيچ وایي پاکستان له اقتصادي پرمختګ سره سره د بهرنيو مالي مرستو له لوی خطر سره مخ دی

د فيچ په نوم د نرخونو د درجه بندۍ اداره وايي، که څه هم د پاکستان اسعارو د زېرمو په بیارغونه کې پرمختګ راغلی؛ خو راتلونکی کال به لا هم بهرني ملاتړ ته اړتیا ولري. دې ادارې ويلي، پاکستان باید په ۲۰۲۵ کال کې له ۲۲ ملياردو ډالرو زيات بهرنی پور ادا کړي.

رويټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ د فیچ له قوله په يوه راپور کې ویلي، چې د سويلي اسیا د دغه هېواد د ۲۲ میليادر ډالرو بهرني پور کې ۱۳ ملیارده ډالر دوه اړخېزې زېرمې هم شاملې دي.

دا اداره زياتوي؛ «د لويو پورونو او پور ورکوونکو د ژمنو په پام کې نیولو سره پاکستان ته د بهرني ملاتړ ترلاسه کول لا هم یو ننګونه ده»

د دغه هېواد ماليې وزير د نړيوال اقتصادي فورم په څنډه کې رويټرز اژانس ته په يوه مرکه کې ویلي، چې تېره مياشت يې د منځني ختيځ له دوو بانکونو په ۶-۷ سلنه سود سره د یو یملیارد ډالر پور موافقه کړې.

د پاکستان مرکزي بانک مشر مخکي ویلي و، چې پلان لري تر راتلونکي مالي کال د منځني ختيځ له سوداګریزو بانکونو تر ۴ ملیارد ډالرو پوري پور ټول کړي.

فیچ ادارې ویلي، چې د نړيوال وجهي صندوق او نورو څو اړخيزو او دوه اړخيزو پور ورکوونکو د بهرني تمويل اړتيا پوره کولو لپاره دغه هېواد ته پکار ده، چې جوړښتي اصلاحات پلي او د مالي پياوړتيا او سوداګريز چاپيریال د ښه کولو لپاره اصلاحات رامنځ ته کړي.

پاکستان د نړيوال وجهي صندوق يا ای ایم ایف د ۷ میلیارد ډالرو پروګرام لاندې اصلاحات کوي، چې په همدې مياشت کې به ارزيابي شي.

د همدې پروګرام موخه د پاکستان د اقتصادي مسایلو، مالي او اوسني حساب کسرونو په حل کې مرسته کول دي.

فيچ ادارې ویلي، چې پاکستان د خپلو بهرنيو اسعارو زيرمو په بیارغونه کې پرمختګ کړی.

دغه ادارې ويلي: « د پاکستان اقتصادي فعالیت اوس د ثبات او سود د راټيټيدو نرخونو څخه ګټه اخلي او تمه لري، چې اصلي ارزښت به په مالي کال ۲۵ کې ۳۰ سلنې ته لوړ شي.»