علي خامنه‌یي: له امریکا سره خبرې اترې بې ګټې دي

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌یي ویلي، تجربو ښودلې چې له امریکا سره مذاکرات د ایران د ستونزو پر حل هېڅ اغېز نه لري. هغه د ایران هوایي ځواک له قوماندانانو سره د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ چې له امریکا سره خبرې «نه هوښیاري ده، نه شرافت دی او نه هم د عقل پرېکړه.»

علي خامنه‌‌يي د جمعې په ورځ د (سلواغې ۱۹مه) د ایران پوځ د هوایي ځواک له قوماندانانو سره د کتنې پر مهال وویل: «دا فکر دې نه کوي چې که له امریکا سره د خبرو میز ته کېنو، د ایران ستونزې به حل شي.»

نوموړي زیاته کړه چې تجربو په ډاګه کړې چې هېڅ ستونزه له امریکا سره د مذاکراتو له لارې نه ده حل شوې.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر بیا د ایران پر ضد د «لوړې کچې فشار» تګلاره بېرته راپیل کړې او د ایران د نفتو صادرات صفر ته رسولو فرمان یې لاسلیک کړی.

هغه ویلي چې د ایران حکومت باید پر نورو هېوادونو نفت ونه پلوري.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا له خپل ایراني سیال سره د خبرو کولو لېوالتیا ښودلې.

د ایران مذهبي مشر وویل، د دوی حکومت په ۹۰مه لسیزه کې له امریکا سره مذاکرات وکړل او له دوو کلونو وروسته یو تړون رامنځته شو.

نوموړي زیاته کړه چې ایراني لوري په دې مذاکراتو کې ډېر امتیازات ورکړل، خو په پای کې امریکا او د هغې ملګرو دغه تړون ته ژمنتیا ثابته نه کړه.

علي‌ خامنه‌يي ټینګار وکړ چې د دغه تړون تجربه باید د ایران لپاره یو عبرت وي.

هغه وویل: «امتیازات مو ورکړل، مذاکرات مو وکړل، له خپلو دریځونو تېر شوو، خو هغه نتیجه چې مو غوښتله ترلاسه نه کړه.

هغه وویل: «بالاخره همدا تړون، سره له دې چې ډېرې نیمګړتیاوې یې لرلې د مقابل لوري لخوا مات، نقض او له منځه یووړل شو.»