اې پي: ترکیه کې د جمهوریت د ډیپلوماټانو د ماموریت پای ته رسول د طالبانو ټیم ته لار هواروي

په ترکیه کې د جمهوریت د وخت ډيپلوماټو تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د دوی ډیپلوماټیک ماموریت پای ته رسولی دی. اسوشټېډ پریس وایي، چې ترکیه په دې اقدام سره د طالبانو حکومت ته په افغان سفارت کې د خپلو استازو د ټاکلو لپاره لاره هواروي.

د جمهوریت ډیپلوماټانو تېره ورځ پر اېکسپاڼې لیکلي و، چې د پنجشنبې په ورځ یې په انقره کې د افغانستان سفارت د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته سپارلی دی.

د ډیپلوماټو په اعلامیه کې په سختو ټکو لیکل شوي، چې د ترکیې د حکومت لخوا د جمهوریت د ډيپلوماټو د ماموریت د پای ته رسولو پریکړه پر ډیپلوماتانو او ترکي چارواکو د طالبانو د فشار پایله وه.

خو ترکیې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اسوشټېډ پریس ویلي، ترکیه په دې اقدام سره طالبانو ته د خپلو استازو د ټاکلو لپاره لاره هواروي.

د جمهوریت د ډيپلوماټانو له لوري په ترکیه کې د افغانستان سفارت په سپارلو د هغو ډیپلوماټیکو استازولیو شمېر څه د پاسه څلویښت ته ورسید چې اوس د طالبانو په واک کې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تردې مهاله په رسمي ډول په ترکیه کې د افغانستان د سفارت لپاره د سفیر د ورپيژندلو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت دریم سیاسي رییس ذاکر جلالي پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت د معمول په څېر فعالیت ته دوام ورکوي.

نوموړي ویلي، چې سفارت د طالب دیپلوماټانو په واک او د مراجعینو په چوپړ کې دی.

د پخوانیو ډيپلوماټو له لوري د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته د افغانستان سفارت سپارل د طالبانو لپاره په بهرنیو هېوادونو کې پر سفارتونو او قونسلګریو باندې د کنټرول یوه بله ډیپلوماټیکه بریا ده.

سره له دې چې طالبان او لویدیځ هېوادونه د ښځو او نجونو په وړاندې د پراخو بندیزونو له امله نیوکي دوام لري، خو طالبان د پاکستان، ایران، ازبکستان، ترکمنستان، چین، هند، روسیې او یو شمیر عربي او اروپايي هېوادونو په ګډون څه د په پاسه ۴۰ ډیپلوماټیکو استازيو کې خپل نمایندګان لري.