د بې پولې خبریالانو ټولنې د «بېګم» راډیو د کارکوونکو د سملاسي خوشې کولو غوښتنه وکړه
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/c1eb85e2e27485f87b06a199c716fcfbbd2d8aef-768x403.jpg?rect=26,0,716,403&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي، چې په افغانستان کې له یو کال په کمه موده کې د لږ تر لږه ۱۲ رسنیو تړل کېدل په افغانستان کې د رسنیو په وړاندې د طالبانو د بریدونو د زیاتېدو نښه ده. دغه سازمان د «بیګم» راډیو د کارکوونکو سملاسي خوشې کول او پر رسنیو د بندیز لرې کول غوښتي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سې شنبې په ورځ«بیګم» راډیو په «څو سرغړونو» تورنه کړه او بنده یې کړه، چې په کې په بهر کې میشتو ټلویزیوني شبکو ته د محتوا چمتو کول او د جواز شرایطو سره سم عمل نه کول شامل دي.
د «بیګم» راډیو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغه ګام په وړاندې د اعتراض په ترڅ کې د ښځینه کارکوونکو د کمپیوټرونو، هارډ ډرایو او ګرځنده تلیفونونو د نیولو خبر ورکړ او ویې ویل چې دوه نارینه کارکوونکي هم د طالبانو لخوا نیول شوي دي.
د بې پولې خبریالانو ټولنې په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې د بیګم خصوصي راډیو، چې په ۲۰۲۰ کال کې جوړه شوې، د افغان ښځو لپاره مناسب ادرس و، هغه ښځې چې د طالبانو لخوا په پراخه کچه ځپل شوې او د ژوند له اساسي فرصتونو څخه محرومې شوې دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده: «د طالبانو له خوا د بیګم راډیو په نښه کول د رسنیو پر ازادۍ یو بل برید او د رسنیو د ځپلو د پراخې تګلارې یوه برخه ده.»
د دغه سازمان د شمېرو له مخې، په تېر کال کې لږ تر لږه ۱۴۰ خبریالان نیول شوي او زنداني شوي دي، او ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانې اړې شوې، چې خپلې دندې پریږدي.
هغه کم شمېر ښځې چې په دې برخه کې کار کوي له بیلابیلو محدودیتونو سره مخ دي، چې رسمي سرچینو ته نه لاسرسي، د محرم پرته سفر کول او په کارځای کې د نارینه وو سره یوځای کار کول.
د بې پولې خبریالانو ټولنې په خپله خبرپاڼه کې د نړۍوالې جنایي محکمې د لوی څارنوال د هغې پریکړې ملاتړ وکړ چې د طالبانو د مشر او د دغې ډلې د سترې محکمې د مشر د نیولو امر یې غوښتی و.