طالبانو خپلو لوړ پوړو غړو ته امر کړی چې د دوی له اجازې پرته دې د ملا عمر قبر ته نه ځي
د طالب لیکس په نوم د انټرنېټي هېکرانو لخوا خپاره شوي اسناد ښیي چې د طالبانو د چارو ادارې د دغې ډلې له لوړ پوړو غړو غوښتي چې د امنیتي ستونزو له کبله دې د زابل له مسوولانو سره له همغږۍ پرته د طالبانو د بنسټګر «ملا عمر» قبر ته نه ځي.
د طالبانو د چارو ادارې د روان کال د لړم میاشتې په اوږدو کې په یوه لیک کې د دې ډلې د امر بالمعروف وزارت ته د خپلې ډلې د لوړ پوړو غړو اړوند د ملا عمر قبر ته د ورتګ په تړاو خبرداری ورکړی دی.
په دې لیک کې راغلي چې د ملا عمر قبر ته د تګ لپاره باید مخکې له مخکې همغږي وشي او دلیل یې د «امنیت ټینګښت» ښودل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو چارواکو په تېرو څه د پاسه دوو کلونو کې تل ادعا کړې چې په ټول افغانستان کې یې "سراسري امنیت" ټینګ کړی او خلک کولی شي پرته له اندېښنې ولایتونو ته سفر وکړي.
طالبانو د ۱۴۰۱ لمریز کال د لړم په میاشت کې د ملا عمر قبر رسماً ښکاره کړ. دغه قبر د زابل ولایت په سیورې ولسوالۍ کې دی.
د مخکیني افغان حکومت چارواکو ویلي وو چې ملا عمر د ۱۳۹۲ لمریز کال د وري په میاشت کې په پاکستان کې مړ شوی و.
طابانو څه موده مخکې خبر ورکړی وی چې د خپل بنسټګر قبر ته څېرمه د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت یوه دیني مدرسه هم جوړوي.
د انټرنیټ دې نامعلومې هېکري ډلې د طالبانو بېلابېل ډوله اسناد د تېرې چهارشنبې په ورځ خپاره کړي او افشا کړي دي؛ خو طالبانو هم مهاله منلې چې د دوی له کمپیوټرونو ځینې معلومات غلا شوي دي.
یادې هېکري ډلې د طالبانو د بېلابېلو وزارتونو او ادارو اسناد د "طالب لیکس" په نوم ویب سایټ کې خپاره کړي.
د طالبانو د مخابراتو وزارت تایید کړې چې د دې ډلې د لسګونو ادارو اسناد افشا شوي، او د پنجشنبې په ورځ یې وویل چې لومړني معلومات ښيي چې دا اسناد ښایي د هغو انفرادي کمپیوټرونو له لارې تر لاسه شوي وي چې لازم امنیتي تدابیر نه لري.
خو طالبان ادعا کوي چې د دوی مرکزي معلوماتي بانک نه دی هېک شوی.