افغانستان لپاره د یونېسف مشر د چین له سفیر سره د زیانمنو افغان ماشومانو په ملاتړ خبرې کړي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/a0973d5706cba2fdd824faf3c89dd05a9068dcc6-1599x1600.jpg?rect=0,292,1526,859&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق مشر ډاکټر تاج الدین اویوالې د (سلواغې ۱۸مه) خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې یې د چین له سفیر سره له زیانګالو افغان ماشومانو د هر اړخیز ملاتړ په تړاو خبرې کړي دي.
د هغه په خبره، د چین له سفیر سره یې له افغان ماشومانو سره د پاکو اوبو، د حفظ الصحې اسانتیاوو او د پاکوالي اړوند پر بېلابېلو لازمو مرستو خبرې کړي دي.
افغانستان کې ماشومانو د پاکو اوبو تر څنګ د لوږې له ګواښ سره هم مخ دي چې له کبله یې تازه پیدا شوي ماشومان د هېواد په ډېری ولایتونو کې د کافي خوړو نه شتون له امله له خوارځواکۍ سره مخ کېږي.
د ماشومانو د خوندیتوب نړۍوالې موسسې د معلوماتو له مخې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې خوارځواکي پنځوس سلنه ډېره شوې.
یاد سازمان ویلي په هرو لسو افغان ماشومانو کې درې هغه یې له سختې لوږې سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو خوندیاوب نړۍوالې موسسې دغه معلومات هم شریک کړي چې په افغانستان کې نږدې لس میلونه ماشومان هره ورځ په لوږه تېروي.
ماشومان چې د افغانستان د نفوس یوه لویه برخه جوړوي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سختو ستونزو سره مخ شوي او ان په ځینو ولایتونو کې کورنۍ اړې شوي چې د بې وزلۍ له کبله خپل ماشومان وپلوري.
د پخواني جمهوري نظام تر پرځیدو وروسته په هېواد کې د مرستندویه موسسو چارې هم ټکنۍ شوې او له کبله یې د ماشومانو په برخه کې هم ځینې مرستې ودریدې.
تازه اندېښنې دا دي چې د طالبانو د سختدریځۍ له کبله د ډونالډ ټرمپ له لوري پر طالبانو د نغدي کڅوړو د ودریدو له کبله به په هېواد کې د اقتصادي ناورین تر څنګ لوږه هم ډېر شي چې ښايي اکثریت قربانیان یې ماشومان وي.
هم مهاله طالبان په هېواد کې هغه ماشومان چې د بې وزلۍ له کبله یې سوالګرۍ ته مخه کړې له دغې جارې راګرځوي؛ خو د مالي ملاتړ لپاره یې هېڅ راز لازم پروګرامونه ترلاس لاندې نه لري.
بلخ کې د سوالګرو د راټولونې کمیټې تازه ویلي چې د تېرو درېیو میاشتو په لړ کې یې نږدې ۷ سوه سوالګر له دې چارې راګرځولي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.