جان سوپکو: د امریکا د مرستو ډیره برخه د طالبانو جیبونو ته تللې ده
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/61b60d4898d32f877f6c9c7d28bca83a7e72826a-992x558.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی پلټونکی جان سوپکو وايي، د دغه هېواد لپاره د متحده ایالتونو د مرستو یوه لویه برخه پیسې د طالبانو جیبونو ته تللې دي. نوموړی وايي، دا چې امریکا په افغانستان کې نشته، نو د طالبانو لاس ته د مرستو د پیسو لویدل به همداسې دوام لري.
جان ساپکو تېره ورځ له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د امریکا له لوري له افغانستان سره مرسته شويو پیسو ډیره اندازه د طالبانو جیبونو ته تللې ده.
نوموړی زیاتوي چې د طالبانو لاس ته د مرستو د پیسو لویدل به دوام پیدا کړي.
جان ساپکو زیاته کړه:« له بده مرغه موږ په افغانستان کې هیڅوک نه لرو او پیسې د ملګرو ملتونو، د خوړو نړیوال سازمان او نورو نړیوالو سازمانونو له لوري په مصرف رسیږي. موږ په رشتیا هم هلته د مرسته شویو پیسو په اړه ښه څار نه لرو.»
نوموړي تردې وړاندې له کانګرس څخه غوښتنه کړې وه، چې له افغانستان سره د مرستو د کمښت له امله دې د ۲۰۲۵ کال د سیپټمبر میاشتې تر ۳۰مې نیټې وروسته دې سیګار فعالیت ودرول شي.
همدارنګه نوموړی د یو ایس ای ډي له لاري د مرستو په اړه وايي؛ یوسیډ ماته او ناکاره اداره وه، او په افغانستان کې یې یوازنۍ هدف د امریکا د د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو لپاره د پيسو مصرفول و.
جان ساپکو په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د یوسېډ د فعالیتونو په اړه وویل:«په افغانستان کې ستونزها بلکل حقیقت لري، هغه څه چې ما په ۱۲ کلونو کې څارل دا په ټوله کې یو ستونزه ده. کله چې زه په لومړي ځل واشنګټن ته راغلم او په ۱۹۸۲ کال کې مې چې د سام نون لپاره کار کاوه، زه د یو ایس ای ډي په لټه کې وم.او دا هغه وخت هم ناکاره شوې اداره وه او دا لا هم یوه ناکاره اداره ده. نو، دا یوازې یوه ستونزه ده.»
نوموړی د تیرو شلو کلونو پرمهال د امریکا د پراختیايي ادارې پر فعالیتونو په نیوکه کولو سره وایي:«هلته تاسو ټولې د خوشحالۍ خبرې اورېدلې موږ جګړه ګټو، موږ له ماشومانو سره مرسته کوو، موږ ښوونځي جوړوو، موږ دا ټول کوو. دا معلومه شوه چې دوی ښوونځي جوړ کړل، مګر دوی هیڅکله ونه لیدل چې ایا ښوونکي شته؟.دوی روغتونونه جوړ کړل، خو هیڅکله یې ونه لیدل چې ایا اوبه، درمل یا حتی ناروغان شته؟.»
جان سپکو وايي، په افغانستان کې ډیری پیسي د ترفیع د ترلاسه کولو لپاره په مصرف رسیدلې.