طالبانو د هرات - کندهار د اوسپنیزې کرښې سروې او ډیزاین تړونونه لاسلیک کړل
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/d7b9ba47565bd2d67f30c4f923959574466fd6ac-2025x1290.jpg?rect=0,76,2025,1139&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو د ټولګټو وزارت د (سلواغې ۱۸مه) په یوې خبرپاڼه کې له پنځو شرکتونو سره د هرات-کندهار اوسپنیزې کرښې د سروې او ډیزاین په برخه کې تړونونه لاسلیک کړل. دغه تړونونه د طالبانو د یاد وزارت له لوري له بېلابېلو شرکتونو سره شوي دي.
په دې تړاو خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې اوسپنیزې کرښې دغه تړونونه یې د «۲۶۴ میلیونو افغانیو» په ارزښت ترسره کړي چې ټول ټال به «۷۳۷ کیلومتره» اوږدوالي کې ترسره شي.
د طالبانو یاد وزارت ویلي چې دغه چارې به په راتلونکو اتو میاشتو کې بشپړې شي.
د معلوماتو له مخې د دغې پروژو په لومړۍ برخه کې به د هرات - شینډ پر مسیر ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالي کې او دویمه برخه به یې د شین ډنډ - فراه پر لارو سروې او ډیزاین وشي چې دا هم ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري.
پاتې درېیمه برخه د فراه مرکز زرنج څخه تر غور غورې پورې، څلورمه برخه کې د غورغوري څخه تر لشګره ګاه ښاره پورې او په وروستۍ برخه کې له لشګرګاه څخه تر کندهاره پورې د سروې او ډیزاین دا پروژې لاسلیک شوې دي.
د طالبانو یاد وزارت خبر ورکړی چې په نږدې راتلوکي کې به په عملي توګه دغه چارې پیل شي. په خبرپاڼه کې راغلي چې تر سروې او ډیزاین وروسته به د یادې ریل پټلۍ د رغنیزو چارو د پیل لپاره اقدامات ترسره شي.
طالبانو په وار وار د دغه ډول پروژو د پیل کیدو او پلي کیدو خبرونه ورکړي؛ خو باورونه دا دي چې په عملي توګه بیا د دغو کارونو د ترسره کولو هېڅ راز نښې نه تر سترګو کېږي.
طالبان غواړي د دغه ډول پروژو د تړونونو په رسنیز کولو سره پر دغه ډلې د کیدونکو نیوکو څخه د خلکو پام واړوي.
د راپورنو له مخې د طالبانو د بېلابېلو وزارتونو له لوري کیدونکي دغه ډول قراردادونو کې پراخ مالي فساد هم کېږی او پرته له اړیکو ودانیز شرکتونه دا پروژې لاسته نه شي راوړلی.