هېواد کې د ځان‌ وژنې پېښو زیاتوالی؛ په هلمند کې یوه پاخه عمر لرونکي سړي ځان‌ وژنه وکړه

له هلمنده یوې باوري سیمه‌ییزې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې په دغه ولایت کې یوه پاخه عمر لرونکي سړي د نشه‌يي توکو د کارونې له لارې خپل ژوند پای ته رسولی دی.

سرچینې د جمعې په ورځ (سلواغې ۱۹مه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته زیاته کړه، چې دغه سړی چې شاوخوا ۵۰ کاله عمر درلود، لومړی یې تریاک اخیستي او وروسته یې د ځان‌ وژنې په نیت خوړلي دي.

د سرچینې په وینا، پېښه د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ په «شیرین‌باز» کلي کې شوې، خو د دغه سړي د هویت په تړاو یې نور معلومات نه دي وړاندې کړي.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، دغه پوخ عمرلرونکي سړي رواني ناروغي لرله.

سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته منلې چې دا د تېرو څو ورځو پرمهال په هلمند کې د ځان‌ وژنې درېیمه پېښه ده.

د یادونې ده، چې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو او ځوانانو ترمنځ د ځان‌وژنې پېښې ډېرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره سې شنبه (دسلواغې ۱۶مه) په خوست کې یوې ځوانې نجلۍ له مدرسې څخه تر فراغت وروسته ځان‌ وژنه کړې وه.