په پنجاب کې په هر ډول سیاسي غونډو او لاریونونو بندیز ولګول شو

د پنجاب صوبي د کورنیو چارو وزارت په دغه صوبه کې په هر ډول سیاسي غونډو، لاریونونو او راټولیدونو بندیز ولګاوه. هممهالهتحریک انصاف ګوند د فبروري په اتمه په دغه صوبه کې لاریونونو اعلان کړی.

جیونیوز د پنجاب صوبي د کورنیو چارو وزارت د ویاند په حواله راپور ورکړی، چې د دغې صوبي د کورنیو چارو وزارت د قانون او نظم ساتلو، د ژوند او ملکیت ساتنې لپاره سر له سبا «۱۴۴دفعه» نافذه کړې.

نوموړی وايي، دا پرېکړه د صوبې د کابینې د قانون او نظم کیمټې او د استخباراتو په سپارښتنه شوې ده.

پر غونډو، لاریونونو او راټولیدونو په داسې حال بندیز لګېږي، چې تحریک انصاف ګوند سبا د لاریونونو کولو اعلان کړی دی.

د تحریک انصاف ګوند پنجاب مشره تنظیم کوونکې عالیه حمزه وايي، لاریون کول د تحریک انصاف ګوند اساسي او قانوني حق دی.

نوموړي د ګوند پلویانو ته په خپلو حلقو کې د سوله ییز لاریون لارښونه کړې او وايي، د یاد ګوند د حلقو ټولو مشران د ټاکنو د درغليو پر وړاندې په سوله ييز ډول لاریون وکړي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د فبروري په تمه نېټه د ټاکنو د یوه کال په بشپړیدو سره په صوبو کې د لاریونونو اعلان کړی. خو دغه ګوند ویلي، چې په دغو لاریونو کې به ګډوډي نه جوړیږي.