د کډوالو یو مرکز: افغان کډوال په خپلو ګاونډیو هېوادونو کې له تاوتریخوالي سره مخ دي

د کډوالو ګډ مرکز په نوم له کډوالو د ملاتړ یوه بنسټ ویلي، چې افغان کډوال په خپلو ګاونډیو هېوادونو تاجکستان، ایران او پاکستان تر څنګ په ترکیې کې هم له سخت تاوتریخوالي سره مخ دي. دغه مرکز ویلي، په دغو هیوادونو کې امنیتي ځواکونه له افغانانو سره ناقانونه چلند کوي.

یاد مرکز اندېښنه ښودلې چې د دغو هېوادونو د چارواکو له لوري افغان کډوال د زنداني کیدو او د دوی له هېوادونو څخه د شړل کیدو له ګواښ سره مخ دي.

د ګډوالو ګډ مرکز اندېښنه ښودلې چې افغان کډوال په یادو هېوادونو کې د امنیتي ځواکونو له لوري ځورول کېږي او له سخت تاوتریخوالي سره مخ دي.

له دې اندېښنو سره هم مهاله په پاکستان کې یو ځل بیا د افغان کډوالو د نیول کیدو لړۍ چټکه شوې او تازه یاد هېواد پرېکړه کړې چې ان د ملګرو ملتونو د کډوالۍ کارتونو لرونکي کډوال به هم بېرته افغانستان ته واستوي.

په تازه پېښه کې پولیس د اسلام اباد په «بي ۱۷» سکټور کې د افغان کډوالو کورونو ته ورغلي‌ او ورته یې خبرداری ورکړی چې د حکومت د پرېکړې له مخې باید د مارچ تر ۲۹مې پورې اسلام اباد پرېږدي.

پولیسو دا خبرداری یوازې قانوني کډوالو ته ورکړی؛ خو هغه کډوال چې د میشتیدنې قانوني اسناد نه لري‌ او یا یې هم ویزې پای ته رسیدلي وي سملاسي نیسي او افغانستان ته یې په جبري ډول شړي.

په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال وحیدالله (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل ته وویل، تېره ورځ یې د پاکستان د پلازمینې په «ایچ ۱۳» سیمه کې پولیس کور ته ورغلي او له قانوني اسنادو سره سره یې ورته د اسلام اباد د پرېښودو امر کړی.

هغه وویل: «موږ امریکا ته د کډوالۍ کیس لرو، هغې ته په تمه یو او ټوله کورنۍ مې هم ویزې لري؛ خو پولیسو راته وخت راکړو چې د مارچ ۲۹مې پورې به له اسلام څخه وځم.»
د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان د کابینې په غونډه کې پرېکړه شوې ټول هغه افغان کډوال چې لوېدیځو هېوادونو ته د کډوالۍ قضیې لري باید د مارچ میاشتې تر پایه له اسلام اباد او راولپنډۍ له ښارونو څخه ووځي.

په پرېکړه کې په ډاګه شوې چې د وتلو دغه بهیر د پاکستان د څارګرې شبکې ای اېس ایس تر څارنې لاندې ترسره کېږي.

د کابینې د پرېکړې له مخې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اړوند د اې سي سي کارتونو لرونکو ته د مارچ تر پایه وخت ورکړل شوی چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

همدا راز د پي او ار کارتونو لرونکو ته بیا د روان زېږدیز کال د جون میاشتې تر پایه پورې وخت ټاکل شوی، چې له پاکستانه ووځي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د پاکستان پر یادې پرې کړې نیوکې کړې او له پاکستانه یې غوښتي چې له افغان کډوالو سره په چلند کې له نرمۍ کار واخلي خو داسې برېښي چې پاکستان دغه غوښتنو ته دا ځل چندان پام نه کوي.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام یو شمېر چاواکي باور لري چې پاکستان د افغان کډوالو د بېرته اېستلو له لارې غواړي پر طالباو سیاسي فشارونه راوړي ؛خو برعکس طالبانو په پاکستان کې مېشت کډوالو چندان ارزښت نه لري.

د طالبانو په بیا ځل واکمنیدو سره د دغې ډلې له لوري له ګواښ سره مخ افغانان ایران او پاکستان ته کډوال شوي چې له سختو جدي ننګوونو سره په یادو هېوادونو کې ژوند کوي. وېره دا ده چې له ایران او پاکستان څخه یو شمېر هغه کډوال چې د ۲۰۲۱م کال تر اګسټ میاشتو وروسته ګاونډیو هېوادونو ته تللي وو، بېرته د ستندیو پر مهال د طالبانو له لوري له مرګوني ګواښونو سره مخ شوي دي.

د راپورونو له مخې له ایران څخه د پخواني افغان پوځیانو غړي تر ستنیدو وروسته د طالبانو له لوري‌ نیول شوي‌ او ځنې یې حتی وژل شوي هم دي.